غزني کې د پرمختیايي پروژو پلي کېدل؛ د کارموندنې او اقتصادي ودې لپاره مهم ګام

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۳:۲۶
غزني کې د پرمختیايي پروژو پلي کېدل؛ د کارموندنې او اقتصادي ودې لپاره مهم ګام

۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د غزني ولایت په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د «اف جي اې» مؤسسې په همکارۍ بېلابېلې پرمختیايي پروژې پلي کېږي، چې موخه یې د خلکو اقتصادي پیاوړتیا او د کاري فرصتونو رامنځته کول دي.
یادې پروژې د غزني ښار ترڅنګ په مقر او اندړو ولسوالیو کې هم عملي کېږي، چې پکې ګڼ مسلکي او تولیدي فعالیتونه شامل دي. د دغو فعالیتونو له ډلې د شنوخونو جوړول، د چرګانو روزنیز فارمونه، د اچارو تولید، د خیاطۍ مرکزونه او نور حرفوي پروګرامونه دي، چې د خلکو د مهارتونو لوړولو او عاید زیاتولو کې مهم رول لري.
دغزني دکرنې ریاست د چارواکو په وینا، د دې پروژې اساسي موخه د بېکارۍ کموالی، د اقتصادي ودې پیاوړتیا او د خلکو د ژوند د کچې لوړول دي، څو سیمه‌ییز خلک وکولای شي له خپلو مهارتونو څخه په ګټې اخیستنې سره پر ځان بسیا شي.
ټاکل شوې ده، چې د دغو پروژو په بشپړېدو سره به نه یوازې سلګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شي، بلکې د سیمې په اقتصادي وضعیت کې به هم د پام وړ مثبت بدلونونه راشي او د ځان بسیاینې فرهنګ به لا پیاوړی شي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۲۷
Background image

روزګان کې د لبنیاتو دوه معیاري مرکزونه فعال شول

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۱
Background image

بلخ کې د شېدو راټولولو مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ، د «ډي‌سي‌اې» مؤسسې په مالي او تخنیکي ملاتړ او د بلخ ولسوالی د کرنیزو خدمتونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۰
Background image

د خوست صبریو او یعقوبیو ولسوالی کې پر سلګونو بزګرانو د اصلاح شویو غنمو تخمونه وېشل کېږي

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د «اوآرډي». . .

بازگشت