د میدان وردګو چک ولسوالی کې د بڼونو او ونو خونديتوب په پارهڅې؛ د ژمني تېلو پاشلوپروګرام پیل شو

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۱۲:۴
د میدان وردګو چک ولسوالی کې د بڼونو او ونو خونديتوب په پارهڅې؛ د ژمني تېلو پاشلوپروګرام پیل شو

۲۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په دې ولایت کې د بڼونو او ونو خوندیتوب او د نباتي افتونو او ناروغیو مخنیوي په پار ددې ولایت د چک په ولسوالی کې د ژمني ټېلو پاشلو پروګرام پیل کړ.
یاد پروګرام د بڼوالانو د پوهاوي لوړولو او دغه راز د ترکیبي درملو د جوړولو او د نباتي آفتونو او ناروغیو پر ضد د معیاري مبارزې د لارو چارو د ترویج په موخه، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ  وزارت د بوټو ساتنې او قرنطین ریاست د پلان او د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د بوټو ساتنې عمومي مدیریت د تخنیکي او مسلکي پرسونل له لوري پلي کېږي.
ددې پروګرام په ترڅ کې به  ۱۵۰ تنه بڼوالانو ته د یاد ترکیبي محلول د جوړولو او استعمال په اړه نظري او عملي روزنه ورکړل شي او ددې ترڅنګ به نږدې لس زره ونې ته یاد محلول و پاشل شي.
د بوټو د خوب (استراحت) په موسم کې د ژمني تېلو  کارول د آفتونو او ناروغیو د مدیریت یوه اغېزمنه او کم لګښته طریقه ګڼل کېږي. د دغه پروګرام تطبیق نه یوازې د احتمالي زیانونو په کمولو کې مرسته کوی، بلکې د حاصلاتو د زیاتوالي، د مېوو د کیفیت د ښه والي او د نباتاتو د سالمې ودې زمینه یې هم برابره وی.
ګډون کوونکو بڼوالانو د دې پروګرام هرکلی وکړ او دا یې د بڼوالۍ د ودې او پراختیا لپاره یو ارزښتناک ګام وباله، او له اړوندو مقاماتو څخه یې وغوښتل، چې په راتلونکي کې هم ورته روزنیز او عملي پروګرامونه پلي شي.
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ژمن دی، چې د بڼوالۍ د وضعیت د ښه والي او د بڼوالانو د تخنیکي ظرفیت د لوړولو په موخه به اغېزمن ملاتړیز او روزنیز پروګرامونه په دوامداره توګه تطبیقوي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۰:۱۵
Background image

د نورستان دکرنې رییس د ډنمارک د کډوالو شورا له چارواکو سره وکتل

۲۵ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۷ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د نورستان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی محمد ولي محسن د ډنمارک د کډوالو شورا له چارواکو سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه.
په دې ناسته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۶:۰
Background image

د خوست د کرنې ریاست د ۱۴۰۴ مالي کال د عوایدو راټولولو په برخه کې دویم مقام خپل کړ

۲۴ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۶ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ۱۴۰۴ مالي کال په اوږدو کې د عوایدو راټولولو په برخه کې د پام وړ لاسته راوړنه تر لاسه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۵:۵۸
Background image

د میدان وردګو جغتو کې یوشمېر بزګران وروزل شول

 ۲۴ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۶ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د مسلکي کارکوونکو له خوا د دې ولایت د جغتو ولسوالی یوشمېربزګران د غنمو د کرکیلې. . .

بازگشت