د پکتیکا ولایت د یحی‌خېل، جاني‌خېل او ډېله ولسوالیو کې د بادامو مثمرو نیالګیو وېش

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۹:۲۷
د پکتیکا ولایت د یحی‌خېل، جاني‌خېل او ډېله ولسوالیو کې د بادامو مثمرو نیالګیو وېش

۱۹ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۱ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنې وزارت له پراختیایي بودجې څخه د یحی‌خېل، جاني‌خېل او ډېله ولسوالیو کې ۱۹ زره او ۵۰۰ د بادامو مثمر نیالګي بزګرانو ته ووېشل.
دغه نیالګي ۱۵۶ تنو وړ بزګرانو ته وېشل شوي دي، چې د هر بزګر لپاره په یو جریب ځمکه کې ۱۲۵ نیالګي د څاڅکي اوبولګولو له سیستم سره په پام کې نیول شوي، څو مثمر بڼونه جوړ شي.
د دغو بڼونو جوړول د کوکنارو د کر بدیل پروګرام په چوکاټ کې د بدیل معیشت ریاست له پراختیایي بودجې څخه پلي کېږي. د دې پروګرام موخه بزګرانو ته د مناسب معیشتي بدیل برابرول او په بېلابېلو سیمو کې د کرنیزو فعالیتونو پیاوړتیا ده.
چارواکي وایي، چې د مثمرو بڼونو جوړول کولای شي د بزګرانو د اقتصاد د کچې په لوړولو کې مهم رول ولوبوي او همدارنګه د کوکنارو د کرکېلې د کمېدو زمینه هم برابره کړي.


توزیع نهال‌های مثمر بادام در ولسوالی‌های یحی‌خیل، جانی‌خیل و دیله ولایت پکتیکا
۱۹ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت پکتیکا از بودجه انکشافی وزارت زراعت در ولسوالی‌های یحی‌خیل، جانی‌خیل و دیله به تعداد ۱۹ هزار ۵۰۰ اصله نهال مثمر بادام را برای دهقانان توزیع کرد.
این نهال‌ها برای ۱۵۶ تن از دهقانان واجد شرایط توزیع شده است که برای هر دهقان ۱۲۵ اصله نهال در یک جریب زمین همراه با سیستم آبیاری قطره‌ای در نظر گرفته شده است تا باغ‌های مثمر ایجاد گردد.
احداث این باغ‌ها از بودجه انکشافی ریاست معیشت بدیل در چارچوب برنامه بدیل کشت کوکنار تطبیق می‌شود. هدف از اجرای این برنامه، فراهم‌سازی بدیل مناسب معیشتی برای دهقانان و تقویت فعالیت‌های زراعتی در مناطق مختلف می‌باشد.
مسئولان می‌گویند که ایجاد باغ‌های مثمر می‌تواند در بلند بردن سطح اقتصاد دهقانان نقش مهم داشته باشد و زمینه کاهش کشت کوکنار را نیز فراهم سازد.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۱:۴۶
Background image

د خوست سپېرې ولسوالی کې د اوبو مهارولو پروژې چارې پیل شوې

۱۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د سپېرې ولسوالی په درېیو کلیو (ښنګ، تروه او ډانډکي) کې د اوبو مهارولو پروژې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۱:۴۴
Background image

خوست کې د عشر او زکات راټولولو پروسې د ښه تنظیم او د چارو د لا ښه والي په موخه غونډه دایره شوه

۱۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې د عشر او زکات عوایدو د تنظیم او محاسبې آمریت له لوري د عشر او زکات راټولولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۹:۱۲
Background image

د استملاک قانون د مسودې د جوړولو په موخه د همغږۍ غونډه جوړه شوه 

دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست کې د استملاک قانون د مسودې د جوړولو په موخه د همغږۍ غونډه جوړه شوه. 
په دغه غونډه کې، چې د کرنې وزارت د اراضۍ ریاست د ارزونې، استملاک او. . .

بازگشت