خوږې سنځلې د لوګر دي

content_admin
شنبه ۱۳۹۸/۱۱/۵ - ۱۳:۱۱

سنځلې د افغانستان په مشهورو وچو مېوو کې راځي، چې د هېواد په ډېرو ولایتونو کې موندل کېږي، خو د لوګر ولایت سنځلې بیا خورا مشهورې دي. په دغه ولایت کې ډول ډول سنځلې پیداکېږي او ګڼ مینه وال هم لري.
د لوګر ولایت اقلیم د سنځلو ونې ودې او کرکېلي ته مناسبه ده او ددې ولایت د عواید لرونکو مېوو په ډله کې راځې. په دې ولایت کې د سنځلو بېلابېل ډولونه لکه «خرمایي، حلوایي، کشمشي، کاغذي او پختیي» سنځلې پیدا کیږي، چې هر ډول یې بېلابېلې بیې لري او په سیمه ییزو بازارنو کې یې کیلو له ۵۰ افغانیو بیا تر ۱۷۰ افغانیو پورې خرڅیږي.
د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې په دې ولایت کې د سنځلو څه باندې ۹۵ زره ونې دي، چې په کلنۍ ډول له دغو ونو څه باندې ۴۱۰ ټنه سنځلې راټولیږي او د لوګر ولایت د سیمه ییزو بازارونو ترڅنګ نور ګاونډو ولایتونو ته هم صادریږي.
ددې ولایت د سنځلو ډېری ونې د لوګر ولایت په مرکز پل علم او دغه راز د برکي برک، څرخ او محمدآغې ولسوالیو کې دي. کله چې سنځلې ګل شي نو تر لرې لرې سیمو پورې خپله خوشبويي خپروي او خکل ترینه خوند اخلي.

د سنځلې د بوی او ګل تر څنګ د سنځلې ونه هم ډېره ښایسته ده او کله چې ګل شي نو ټوله سیمه ورسره ښایسته ښکاري، ځکه نو د لوګر سیمه ییزو هنرمندانو په خپلو سندرو کې هم وایي:

ګل د سنځلو باندې ډېره ښایسته ده زړګۍ د لوګر محمد آغه ده.

د لوګر ترڅنګ د خوست سنځلي هم ښه نوم لري، په تېره بیا د خوست مازدیګر او د سنځلو ونې، د خوست له فرهنګ سره تړلې خبره ده. ځکه خو خوستوال د سنځلو په اړه ګڼې کلیوالې سندرې او ټپې هم لري، لکه:

په انتظار ولاړه یمه سرې مې منګولي دي ته به خوست ته کله راځې، پخې سنځلې دي

په افغانستان کې سنځلې او د سنځلو ګل ډېر مینوال لري، ان لوګر ولایت کې کلنۍ سنځل ګل مشاعره هم جوړېږي.

د لوګر د سنځل ګل په کلنۍ مشاعره کې له بېلابېلو سیمو له پلازمینې کابل، لويې پکتیا او یو شمېر نورو سیمو نه فرهنګیان او شاعران راټولیږي بیا د سنځلې ګل او نورو موضوعاتو په اړه شعرونه وایې.

په دې مېله کې ګډونوالو لپاره د لوګریانو د دودیزو او وطني خوړو تابیا کیږي او د کتاب شپې په نوم یو بل په زړه پورې پروګرام هم جوړیږي.

په لوګر کې مشاعره د ګډونوالو په ولولو، خوښیو او چکچکو تر پایه روانه وي، ځنو شاعرانو په کې خپل او ځنو هم انتخابي شعرونه او غزلونه د ترنم په انداز وړاندې کوي.

سنځله ددې ترڅنګ چې ښکلی ګل او سکون بښونکی بوی لري، روغتیا پالان باور لري، چې خوړل يې ځينې روغتیايي ګټې هم لري.

سنځله ویټامین سي، ویټامین بي، یو اندازه ویټامین کې، او کلسیم لري، هغه کسان چې کمزوري هډوکي لري، یا هغه مېرمنې چې د پښو زنګانونه یې خوږېږي د سنځلې خوړل ورته ګټه رسوي.

ډېر عمر لرونکو کسانو ته هم ګټور دي، ځکه له عمر سره یې سم د دوی هډوکي هم خپل قوت له لاسه ورکوي.

همدارنګه سنځله هضمي سیستم سره مرسته کوي، او د نس ناستې ناروغي په مخنیوي کې ونډه لري، او که په ورځ کې مناسبه اندازه سنځلې وخوړل شي نود شکرې ناروغۍ په مخنیوي کې هم مرسته کولای شي.

د سنځلو خوړل د معدې او ینې د پیاوړي کېدو لامل کېږي. سنځلې په خپل ترکیب کې تر ټولو قوي انټي اکسیډان لري، چې د ناروغیو پر وړاندې د بدن مقاومت لوړوي.

سنځلې د التهاب ضد ځانګړنه لري او کم کالري مېوه بلل کيږي. ګټه یې د هغو کسانو لپاره ډېره ده، چې غواړي خپل وزن کم کړي. پر دې ټولو سربېره سنځلې نورې ډېرې ګټې هم لري چې ځینو یې دادي:

سنځلې د تبې او درد ضد خاصیت لري، سنځلې زړه قوي کوي، سنځلې سر درد له منځه وړي، د سنځلو خوړل اسهال کابو کوي او د خونریزۍ مخه نیسي، سنځلې د مفاصلو درد او د پوستکي خارښ له منځه وړي او سنځلې د پوست د ښکلا لپاره هم ښه نسخه ده.

همدارنګه كه چېرې دا مېوه د زيتونو په غوړو كي سره شي نو د خارښ، د بندونو د درد او همدارنګه د ويښتانو د نمو لپاره ګټوره ده.

خو هر خواړه چې روغتیا ته ګټه لري، ډېر خوراک يې روغتیا ته ستونزې هم پیدا کولای شي، که سنځله هم ډېره وخوړل شي، نو کېداې شي بډوډو ته زیان ورسوي.

ځکه روغتیا پلان لاروښونه کوي، چې په مناسبه اندازه دې وخوړل شي، ځکه چې ډېر خوړل يې د ګټې پر ځای تاوان کوي.

دا چې د سنځلې ونه له هر ډول محیط سره جوړ جاړی کولی شي، نو د نړۍ په بېلابېلو هېوادونه کې پیدا کېږي او کرل کېږي هم. د سنځلې ټولې برخې؛ هغه که ریښې وي، پوستکی وي او یا هم خپله مېوه ګټورې بلل شوې دي.

ددي وني مېوه په اوړي كي منځ ته راځي او تر مني دوام پيدا كوي، د سنځلې د ونې لوړوالي تر ۳۵ فوټه رسيږي.

دا ونه د ریښې، تخم او قلمې په وسيله تكثير كيږي د اوبو د كموالي په مقابل كي ډېر مقاومت لري او وروسته له درېوو كلونو ميوه توليدوي.

د سنځلو ریښې د « Nitrogen Fixing root Nodules » په نوم مواد لري، چې د سنځلو له ونو سره مرسته کوي تر څو په ډېرو خوارو خاوروكي وده وكړي او توافق تر لاسه كړي.

سنځلي په اصلي ډول په چين او جاپان پورې اړه لري او په 1900 ام زېږدیز كال کې شمالي امريكا ته وپېژندل شوه.

سنځلې د ځمكي د تخريب د مخنيوي، د ځمكو د احيا، د وحشي ځناورو د محيط د جوړولو او ښكلا لپاره كرل كيږي، دا بوټي غربي او منځني اسيا پورې اړه لري او له روسيي او قزاقستان څخه تر ترکیې پورې ددي بوټي اصلي وطن دي.