پکتیا کې د شاتو پلورنځیو څخه  څارنه ترسره شوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۲:۵
پکتیا کې د شاتو پلورنځیو څخه  څارنه ترسره شوه

۱۸ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۰ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د یو ګډ تخنیکي کمیسیون په ګډون، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د هدایت پر بنسټ، د مرکز ګردېز په یو شمېر د شاتو پلورنځیو کې د څارنې او ارزونې پروسه ترسره کړه.
یاده څارنه د بې‌کیفیته او غیرقانوني شاتو د پلور او استعمال د مخنیوي او همدارنګه د هغو شاتو د بازار څخه راټولولو په موخه ترسره شوه چې د وزارت اړوند لابراتوارونو د ټېسټ سند نه لري.
د ترسره شوې څارنې په پایله کې د مرکز ګردېز له یو شمېر پلورنځیو څخه شاوخوا ۳۵ کیلوګرامه بې‌کیفیته شات راټول او له بازار څخه لیرې کړل شول.
اړوند مسؤولین وایي، چې دا پروسه به تر هغه وخته دوام ومومي ترڅو د بې‌کیفیته او غیرمعیاري شاتو د پلور مخه په بشپړ ډول ونیول شي.
د یادونې وړ ده، چې د یاد کمیسیون له لوري د شاتو پلورونکو ته د معیاري محصولاتو د پلور، د قانوني جوازونو د ترلاسه کولو او د کیفیت د ساتنې په اړه لازمې سپارښتنې او لارښوونې هم وشوې.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۷:۵۴
Background image

د خوست مرکز کې پر لسګونو بزګرانو د سویابینو تخم او کیمیاوي سرو وېش لړۍ پیل شوه


۱۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي او د «او‌آرډي‌» مؤسسې په تخنیکي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۷:۵۰
Background image

د کندهار کوهکران څېړنیز فارم کې د شفتالو ملي کلکسیون لابراټواري ازموینې پیل شوې


۱۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د کوهکران څېړنیز فارم د مسلکي مسؤلینو له لوري د شفتالو د ملي کلکسیون. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۵:۴۰
Background image

سږ کال ننګرهار کې د شفتالو حاصلات څه باندې ۱۱۰زره ټنه اټکل شوي

۱۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، اټکل کېږي چې سږ کال به د دې ولایت د شفتالو حاصلات له ۱۱ زره متریک ټنو څخه. . .

بازگشت