نورستان کې د ژمني تېلو شیندلو پروګرام تطبیق شو

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۲:۲
نورستان کې د ژمني تېلو شیندلو پروګرام تطبیق شو

۱۸ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۰ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو آمریت اړوند د بوټو ساتنې او قرنطین عمومي مدیریت له لوري د نباتي ناروغیو او افتونو د مخنیوي په موخه په پارون ښار کې د ژمني تېلو د جوړولو او شیندلو عملي پروګرام ترسره شو.
یاد پروګرام د کرنې ریاست په انګړ کې د اړوندو امارتي ادارو او بڼوالو لپاره تطبیق شو، چې په ترڅ کې یې یوشمېر بڼوالو ته د ژمني تېلو د جوړولو او شیندلو په اړه عملي روزنه ورکړل شوه.
تمه ده، چې د دې روزنې له لارې به په لسګونو جریبه بڼونه د یاد پروګرام تر پوښښ لاندې راشي او د نباتي افتونو او ناروغیو د مخنیوي په برخه کې به اغېزمن ګام پورته شي.


برنامه پاشیدن تیل‌های زمستانی در نورستان تطبیق شد
۱۸ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۰ رمضان‌المبارک ۱۴۴۷ هـ.ق
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت نورستان از طریق مدیریت عمومی حفاظت نباتات و قرنطین مربوط آمریت امور زراعتی، به‌منظور جلوگیری از آفات و امراض نباتی، برنامه عملی تهیه و پاشیدن تیل‌های زمستانی را در شهر پارون تطبیق کرد.
این برنامه در محوطه ریاست زراعت برای شماری از بڼوالان و نمایندگان ادارات امارتی مربوط برگزار شد و در جریان آن به بڼوالان در مورد طریقه تهیه و شیندل تیل‌های زمستانی آموزش عملی ارائه گردید.
انتظار می‌رود که از طریق این آموزش، ده‌ها جریب باغ تحت پوشش این برنامه قرار گیرد و گام مؤثری در راستای جلوگیری از آفات و امراض نباتی برداشته شود.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۹:۳۳
Background image

د افغانستان اسلامي امارت پلاوي د روسیې د ویسوټسک سوداګریز بندر څخه لیدنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت یو لوړپوړي پلاوي، چې مشري یې د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني کوله، د روسیې فدراسیون له ویسوټسک سوداګریز بندر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۹:۳۱
Background image

خوست کې د تېلي بوټو کرکیلې په‌پار د ځمکې سروې ترسره شوه

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د ځانګړي حکم پر بنسټ، د هېواد په ۱۵ ولایتونو کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري د تېلي بوټو د کرنې د پراختیا په موخه د مناسبو ځمکو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۹:۲۹
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت رییس د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام له چارواکو سره وکتل

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت اجرائیوی رییس محمد نعیم محمدي د خپل کار په دفتر کې په ختیځ زون کې د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام «یوان‌ډي‌پي» له مسوول اناتولي بالوني او ورسره مل پلاوي سره. . .

بازگشت