د ننګرهار کوز کونړ کې ۱۲۰ راستنو شوو او بېوزلو کورنیو ته د چرګانو د ساتنې توکي ووېشل شول

mail-admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۹:۲۱
د ننګرهار کوز کونړ کې ۱۲۰ راستنو شوو او بېوزلو کورنیو ته د چرګانو د ساتنې توکي ووېشل شول

د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د «ستاسو غږ» مؤسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ، د دې ولایت په کوز کونړ ولسوالی کې ۱۲۰ راستنو شوو هېوادوالو، معیوبینو او کونډو کورنیو ته د چرګانو د ساتنې اړین توکي ووېشل شول.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد د مرستو د وېش پر مهال وویل، چې د دې پروګرام له مخې هرې کورنۍ ته د چرګانو د ساتنې لپاره یو مرغانچه چې یوه دروازه او دوه جالۍ لرونکې کړکۍ لري، درې د اوبو لوښي (اوبه خورې)، درې د دانې لوښي (دانه خورې)، دوه متره جالۍ او ۱۵۰ کیلوګرامه د چرګانو متراکمه دانه ورکړل شوه.
نوموړي زیاته کړه، د دغو مرستو موخه د چرګانو د روزنې له لارې د کورنیو د لومړنیو اړتیاوو پوره کول، د بېوزله کورنیو ملاتړ، د مالدارۍ سکتور پیاوړتیا او په ټوله کې د خوړو خوندیتوب ته زمینه برابرول دي.
د ننګرهار د کرنې رییس همداراز وویل، چې په نږدې راتلونکي کې به د همدې پروګرام په دوام هرې کورنۍ ته ۳۰ دانې چرګان هم ورکړل شي، څو یادې کورنۍ وکولای شي د چرګانو د روزنې له لارې خپل اقتصادي وضعیت ښه کړي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۲۷
Background image

روزګان کې د لبنیاتو دوه معیاري مرکزونه فعال شول

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۱
Background image

بلخ کې د شېدو راټولولو مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ، د «ډي‌سي‌اې» مؤسسې په مالي او تخنیکي ملاتړ او د بلخ ولسوالی د کرنیزو خدمتونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۰
Background image

د خوست صبریو او یعقوبیو ولسوالی کې پر سلګونو بزګرانو د اصلاح شویو غنمو تخمونه وېشل کېږي

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د «اوآرډي». . .

بازگشت