د غزني دکرنې رییس د شلټرفارلایف مؤسسې له چارواکو سره وکتل

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۹:۳۴
د غزني دکرنې رییس د شلټرفارلایف مؤسسې له چارواکو سره وکتل

۱۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د غزني ولايت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوی محمد اسماعیل شکیب د «شلټر فار لايف» مؤسسې له چارواکو سره وکتل. په دې ناسته کې د نيالګيو د وېش بهير، د پروژو د تطبيق څارنه او تخنيکي همغږي په اړه بحث او د نظر تبادله وشوه.
همدارنګه د فیل‌مرغ د وېش پروژې د تعديل او د هغې پر ځای د شيدو ورکوونکو وزو د وېش پروژې په اړه، د اقليمي شرايطو، د بزګرانو اړتياوو او اقتصادي مؤثريت ته په کتو هر اړخيز بحث ترسره شو او تخنيکي نظرونه وړاندې شول.
په پای کې د يادې مؤسسې د راتلونکي پلان، د پوښښ سیمو د پراختيا، د فعاليتونو د کيفيت د ښه والي او د کرنې رياست سره د همغږۍ د پياوړتيا په اړه لازمې پرېکړې وشوې.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۲۷
Background image

روزګان کې د لبنیاتو دوه معیاري مرکزونه فعال شول

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۱
Background image

بلخ کې د شېدو راټولولو مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ، د «ډي‌سي‌اې» مؤسسې په مالي او تخنیکي ملاتړ او د بلخ ولسوالی د کرنیزو خدمتونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۰
Background image

د خوست صبریو او یعقوبیو ولسوالی کې پر سلګونو بزګرانو د اصلاح شویو غنمو تخمونه وېشل کېږي

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د «اوآرډي». . .

بازگشت