د کندهار کوهکران څېړنیز فارم کې د مېوو د شنه کېدو او ګل‌نیونې مرحله پیل شوه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۱۱:۲۷
د کندهار کوهکران څېړنیز فارم کې د مېوو د شنه کېدو او ګل‌نیونې مرحله پیل شوه

۱۰ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۲ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د کوهکران څېړنیز فارم کې د مېوو د شنه کېدو، ګل‌ نیونې او ګل‌ رژېدني مرحله پیل شوې ده.
د یاد فارم انجنیر محمود آغا وایي، د پسرلي په را نږدې کېدو سره د بوټو د استراحت مرحله د پای ته رسېدو په حال کې ده، او د همدې مرحلې تر بشپړېدو وروسته به د فارم د ټولو مېوه‌ لرونکو ونو د شنه کېدو نېټه، د ګل‌نیونې نېټه، د ګل‌نیونې سلني او د ګل‌ رژېدو سلني په منظم ډول ثبت شي. او معلومات به یې د ګرنې وزارت سره شریک کړل شي.
د یادونې وړ ده، چې د کوهکران څیړنیز فارم د بڼ ښه روزني او کرنیزي عملیاتي چاري تر بل هر وخت د پرمختګ په حال کې دي، چې څو اوونې وړاندې یې د انارو بڼ ښه روزني لپاره د ښاخبرۍ کول او  کیمیاوي سرې علاوه کول د یاد بڼ ښه ساتني او کیفیت لوړولو لپاره ترسره شوې وې.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۷
Background image

ننګرهار کې د اوبو د سپما او اغېزمنې کارونې په موخه د څاڅکي اوبخور سیستم د نصب چارې پیل شوې

۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر الحاج مولوي عطاءالله عمري له لوري د ننګرهار څېړنیز مرکز د بڼوالۍ په ملي کلکسیون کې د څاڅکي اوبخور سیستم. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۲۷
Background image

روزګان کې د لبنیاتو دوه معیاري مرکزونه فعال شول

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۱
Background image

بلخ کې د شېدو راټولولو مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ، د «ډي‌سي‌اې» مؤسسې په مالي او تخنیکي ملاتړ او د بلخ ولسوالی د کرنیزو خدمتونو. . .

بازگشت