ننګرهار کې له کډوالۍ راستانو شویو ۱۲۰۰ کورنیو ته د مرستو بهیر پای ته ورسېد

mail-admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۱۴:۳
ننګرهار کې له کډوالۍ راستانو شویو ۱۲۰۰ کورنیو ته د مرستو بهیر پای ته ورسېد

۹ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۱ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر الحاج مولوي عطاءالله عمري او ننګرهار والي له لوري له کډوالۍ  راستنو شويو هېوادوالو سره د مرستو د وېش بهیر، چې څه موده وړاندې دننګرهار  په ولایت کې پیل شوی و، په بریالیتوب سره پای ته ورسېد. په دې لړ کې په ننګرهار ولایت کې ۱۲۰۰ تنه اړمن راستنانه شوي هېوادوال د خوراکي غنمو او نغدو پیسو له مرستو برخمن شول.
دغه بهیر د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له خوا د اړوندو ادارو سره په بشپړې همغږۍ، منظم پلان، بشپړ شفافیت او عادلانه ډول عملي شو، تر څو مرستې رښتینو او مستحقو کورنیو ته ورسېږي.
یاد انساني او خیریه اقدام د اسلامي امارت د مشرتابه عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د ځانګړي حکم، پېرزوینې او شفقت پر بنسټ، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري تطبیق شو. د دې پروسې پر مهال په ننګرهار ولایت کې ۱۲۰۰ تنه راستنه شوي اړمن هېوادوال د مرستو مستحق وپېژندل شول.
د یادو کورنیو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه، هرې کورنۍ ته پنځه زره  افغانۍ نغدي او ۲۵۰ کیلوګرامه خوراکي غنم ورکړل شول. د مرستو د وېش چارې د ننګرهار دکرنې ریاست او د اړوندو ادارو په همکارۍ او د منظم میکانېزم له مخې، په شفاف او عادلانه ډول ترسره شوې.


پایان روند توزیع کمک‌ها برای ۱۲۰۰ خانواده عودت‌کننده در ننگرهار
۹ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۱ رمضان‌المبارک ۱۴۴۷ هـ.ق
روند توزیع کمک‌ها برای خانواده‌های عودت‌کننده از مهاجرت در ولایت ننگرهار که مدتی پیش آغاز شده بود، با موفقیت به پایان رسید. این روند تحت نظارت مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری و والی ننگرهار تطبیق گردید.
در این برنامه، ۱۲۰۰ خانواده عودت‌کننده و نیازمند از کمک‌های غذایی و نقدی مستفید شدند. این روند از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری با هماهنگی ادارات مربوطه، بر اساس یک پلان منظم، با شفافیت کامل و به‌گونه عادلانه عملی گردید تا کمک‌ها به مستحقین واقعی برسد.
این اقدام بشردوستانه بر اساس هدایت رهبری امارت اسلامی افغانستان تطبیق شده و در جریان آن، خانواده‌های نیازمند پس از سروی و تثبیت، شامل روند توزیع گردیدند.
به منظور رفع نیازهای ابتدایی، برای هر خانواده پنج هزار افغانی پول نقد و ۲۵۰ کیلوگرام گندم توزیع گردید. این روند با همکاری ادارات مربوطه و بر اساس یک میکانیزم منظم، به‌گونه شفاف و عادلانه انجام شد.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۲:۲۶
Background image

د میدان وردګو جغتو کې د شفتالو او ګیلاسو بڼونو جوړولو په پار نیالګي ووېشل شول

۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د افغان سوله جوړونکي مؤسسې په همکارۍ، د جغتو ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې د شفتالو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۰:۱۳
Background image

د ننګرهار دکرنې ریاست: نږدې ۳۷ زره جریبه ځمکه کې تېلي بوټي کرل کېږي

۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او چارو ادارې لوي ریاست استازو د ننګرهار د کرنې رییس مولوي عبدالستار محمد سره په ننګرهار ولایت کې د ٣٦. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۸ - ۱۲:۵۱
Background image

د کابل ولایت سروبي ولسوالی په مهمندي سیمه کې مصنوعي ځنګل او د انارو بڼ جوړ شوي

۸ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کابل ولایت د سروبي ولسوالی د مهمندي په سیمه کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له لوري یو مصنوعي ځنګل او د انارو بڼ جوړ شوی دی، چې د. . .

بازگشت