د میدان وردګو ولایت په څلورو ولسوالیو کې د «سي‌اراس» مؤسسې ارزونیز سفر ترسره شو

mail-admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۱۲:۳۵
د میدان وردګو ولایت په څلورو ولسوالیو کې د «سي‌اراس» مؤسسې ارزونیز سفر ترسره شو

۹ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۱ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګ ولایت په جلریز، نرخ، سیداباد او چک ولسوالیو کې د «سي‌اراس» مؤسسې مسؤلو کسانو ارزونیز او معلوماتي سفر ترسره کړ.
یاد پلاوي د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له مسؤلو کارکوونکو سره په بشپړې همکارۍ د یادو ولسوالیو بېلابېلو حوزو ته سفر وکړ. د سفر اساسي موخه په دغه ولایت کې د کرنې سکتور د وضعیت ارزونه او له نږدې بزګرانو څخه د ستونزو او اړتیاوو په اړه معلومات راټولول وو.
د سفر پر مهال د مؤسسې او د کرنې ریاست مسؤلینو له بزګرانو سره لیدنې ترسره کړې او د کرنیزو فعالیتونو، شته امکاناتو، حاصلاتو، ستونزو او اړتیاوو په اړه یې تفصیلي معلومات تر لاسه کړل. بزګرانو هم د کرنې اړوند بشپړ معلومات وړاندې کړل او خپلې غوښتنې او وړاندیزونه یې ورسره شریک کړل.
د«سي‌اراس» مؤسسې مسؤلینو څرګنده کړه، چې میدان وردګ ولایت د مڼو د بڼونو له پلوه بډای ظرفیت لري او هر کال ښه حاصلات ورکوي، خو د حاصلاتو د ساتنې لپاره لا زیاتې سړې خونې ته اړتیا ده. دوی ټینګار وکړ چې د مڼو د سړو خونو جوړول به د بزګرانو د عوایدو په زیاتوالي، د ضایعاتو په کمولو او د بازار موندنې په ښه والي کې مهم رول ولوبوي.
د میدان وردګو ولایت دکرنې ریاست چارواکي ژمن دي څو له همکارو مؤسسو سره په ګډه د بزګرانو د ملاتړ، د کرنیزو حاصلاتو د ښه مدیریت او د بنسټیزو اسانتیاوو د پراختیا لپاره هڅې لا ګړندۍ کړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۷
Background image

ننګرهار کې د اوبو د سپما او اغېزمنې کارونې په موخه د څاڅکي اوبخور سیستم د نصب چارې پیل شوې

۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر الحاج مولوي عطاءالله عمري له لوري د ننګرهار څېړنیز مرکز د بڼوالۍ په ملي کلکسیون کې د څاڅکي اوبخور سیستم. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۲۷
Background image

روزګان کې د لبنیاتو دوه معیاري مرکزونه فعال شول

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۱
Background image

بلخ کې د شېدو راټولولو مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ، د «ډي‌سي‌اې» مؤسسې په مالي او تخنیکي ملاتړ او د بلخ ولسوالی د کرنیزو خدمتونو. . .

بازگشت