روزګان کې ۱۲۰۰ له کډوالۍ راستنو شويو کورنیو ته د غنمو او نغدو مرستو د وېش لړۍ پيل شو

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۱۲:۵
روزګان کې ۱۲۰۰ له کډوالۍ راستنو شويو کورنیو ته د غنمو او نغدو مرستو د وېش لړۍ پيل شو

۲۷ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۸ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د ځانګړي حکم او شفقت له مخې، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري په روزګان ولایت کې په اجباري ډول راستانه شويو ۱۲۰۰ اړمنو کډوالو ته د غنمو او نغدو پیسو د وېش لړۍ پيل شوه.
د مرستو د وېش غونډه نن د روزګان ولایت مرکز ترينکوټ ښار اړوند ارزاقو مديريت په لوی ګدام  کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د حفاظي او قرنطین رییسس مولوي محمد ادريس حنيف په مشرۍ ترسره شوه، چې پکې د روزګان ولایت د کرني رییس مولوي عطاءالله راشد او د صنعت او سوداګرۍ رییس ملا محمد داؤد شاهين، د کډوالو چارو آمر مولوي عبدالطيف حکمي، د ولایت مقام استازي رییس دفتر، د کرنې ریاست د کرنيزو چارو آمر مولوي اسدالله اسد، د طبعي سرچينو آمر مولوي عبدالمنان فاروقي، د کور او ښار جوړولو رییسس مولوي روح الله ابو احمد، د عامې روغتیا رییس ملا محمد الله روحاني د بېلابېلو ادارو استازو او یو شمېر نورو مسوولینو ګډون کړی و.
په پیل کې د کرنې وزارت استازي مولوي حنيف د یادې پروسې په اړه وینا وکړه او د اسلامي امارت له رهبرۍ، د کرنې وزارت له مقام، د روزګان ولایت مقام او د کرنې ریاست څخه یې مننه وکړه.
ورپسې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس په خپلو خبرو کې د اسلامي نظام شکر ادا کړ او د دغه نظام تر سیوري لاندې ژوند یې د ویاړ ځای وباله. نوموړي راستانه شويو کډوالو ته په خطاب کې وویل: «سترګې په بڼو نه درنېږي، تاسې زموږ وروڼه او دوستان یاست، راځئ چې په ګډه د هېواد د آبادۍ، ځان بساینې او پرمختګ لپاره کار وکړو.»
نوموړي څرګنده کړه، چې دا مرستې د اسلامي نظام د رهبرۍ د پېرزوینې له مخې د ا.ا.ا له بیت‌المال څخه ځانګړې شوې دي. د ده په وینا، په دې ولایت کې ۳۰۰ ټنه غنم د ۱۲۰۰ غریبو او راستانه شويو کډوالو کورنیو ته په نظر کې نیول شوي، چې له مخې به یې هرې کورنۍ ته ۲۵۰ کیلوګرامه غنم او ۵۰۰۰ افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شي. موخه دا ده، چې اجباري راستانه شوي کډوال وکولای شي خپل ژوند ته له نوې مرحلې سره دوام ورکړي.
هغه د مرستو د وېش بهیر شفاف، منظم او د کره مستحقینو پر بنسټ وباله او زیاته یې کړه، چې په راتلونکي کې به هم د ورته بشري همکاریو لړۍ ته دوام ورکړل شي.
همدارنګه ټینګار وشو، چې د مرستو دا پروسه د ټاکلي پلان او د اړوندو ادارو تر بشپړې څارنې لاندې، د مستحقینو د کره پېژندنې پر بنسټ ترسره کېږي، څو راستانه شوي او اړمن خلک وکولای شي خپل کورنی اقتصاد پیاوړی او پر ځان بسیا شي.


در ولایت اروزگان، روند توزیع گندم و کمک نقدی به ۱۲۰۰ خانواده‌ی برگشته از مهاجرت آغاز شد
۲۷ دلو ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۸ شعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ هـ.ق
به فرمان ویژه و به شفقت عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله، وزارت زراعت، آبیاری و مالداری  در ولایت اروزگان روند توزیع گندم و کمک نقدی را به ۱۲۰۰ خانواده نیازمند و برگشته به‌طور اجباری آغاز کرد.
جلسه توزیع کمک‌ها امروز در انبار بزرگ مدیریت مواد غذایی شهر ترینکوت، مرکز ولایت اروزگان، به ریاست مولوی محمد ادریس حنیف، رییس حفاظت و قرنطین وزارت زراعت، آبیاری و مالداری برگزار شد. در این جلسه، مولوی عطاءالله راشد، رییس زراعت ولایت اروزگان، ملا محمد داود شاهین، رییس صنعت و تجارت، مولوی عبدالطیف حکمی، آمر امور مهاجرین، نماینده دفتر مقام ولایت، مولوی اسدالله اسد، آمر امور زراعتی ریاست زراعت، مولوی عبدالمنان فاروقی، آمر منابع طبیعی، مولوی روح‌الله ابو احمد، رییس اداره مسکن و شهرسازی، ملا محمدالله روحانی، رییس صحت عامه و شماری دیگر از مسئولین و نمایندگان نهادهای مختلف حضور داشتند.
در آغاز، مولوی حنیف، نماینده وزارت زراعت، در مورد روند این پروسه صحبت کرد و از رهبری امارت اسلامی، مقام وزارت زراعت، مقام ولایت اروزگان و ریاست زراعت قدردانی نمود.
سپس رییس وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، در سخنان خود شکرگذاری از نظام اسلامی را بیان کرد و زندگی تحت سایه این نظام را مایه افتخار دانست. وی خطاب به خانواده‌های برگشته گفت: «چشم‌ها به باغ‌ها سنگین نمی‌شود، شما برادران و دوستان ما هستید، بیایید تا با هم برای آبادانی کشور، خودکفایی و پیشرفت تلاش کنیم.»
وی افزود که این کمک‌ها به دستور رهبری نظام اسلامی و از بیت‌المال اختصاص یافته است. به گفته وی، در این ولایت ۳۰۰ تن گندم برای ۱۲۰۰ خانواده‌ی فقیر و برگشته در نظر گرفته شده است، به‌طوری‌که هر خانواده ۲۵۰ کیلوگرام گندم و ۵۰۰۰ افغانی کمک نقدی دریافت خواهد کرد. هدف این است که خانواده‌های برگشته بتوانند زندگی خود را با مرحله‌ای نو ادامه دهند.
وی روند توزیع کمک‌ها را شفاف، منظم و بر اساس شناسایی دقیق مستحقین دانست و تاکید کرد که در آینده نیز چنین کمک‌های بشردوستانه ادامه خواهد یافت. همچنین تاکید شد که این پروسه مطابق پلان تعیین‌شده و زیر نظارت کامل نهادهای مربوط، بر اساس شناسایی دقیق نیازمندان انجام می‌شود تا خانواده‌های برگشته و نیازمند بتوانند اقتصاد خانوادگی خود را تقویت کرده و خودکفا شوند.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۱۴:۴۹
Background image

د کرنې وزارت له‌خوا پوهنې وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه 

۲۷ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۸ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو ریاست چارواکي وایي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې د کرنې وزارت د ځمکو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۱۴:۴۷
Background image

د کرنې وزارت چاراکو په ننګرهار کې د ډاکار مؤسسې له فعالیتونو لیدنه وکړه

۲۷ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۸ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالغفور او د یاد وزارت د څارنې او ارزونې رییس مولوي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۱۴:۴۵
Background image

د کندهار بولدک کې د ځنګلي بوټو ناقانونه لېږد په پار څارنه وشوه

۲۷ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۸ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د بولدک ولسوالی د کرنې او مالدارۍ مسؤلینو د امنیتي مسؤلینو سره په ګډه همکارۍ. . .

بازگشت