نورستان کې له کډوالۍ راستنو شويو کورنیو ته د غنمو او نغدو مرستو د وېش لړۍ پيل شو

mail-admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۵ - ۱۰:۱۱
روند توزیع گندم و کمک‌های نقدی به خانواده‌های بازگشته از مهاجرت در نورستان آغاز شد

۲۵ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۶ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د ځانګړي حکم او شفقت له مخې، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري په نورستان ولایت کې په اجباري ډول راستانه شويو کډوالو ته د غنمو او نغدو پیسو د وېش لړۍ پيل شوه.
د مرستو د وېش غونډه د کرنې وزارت چارواکو او د نورستان ولایت سیمه ییزو چارواکو په شتون کې پیل شو. 
په پیل کې د نورستان دکرنې ریاست چاراکو د یادې پروسې په اړه وینا وکړه او د اسلامي امارت له رهبرۍ، د کرنې وزارت له مقام، د نورستان ولایت مقام او د کرنې ریاست څخه یې مننه وکړه.
دغه راز یادو چاراکو په خپلو خبرو کې د اسلامي نظام شکر ادا کړ او د دغه نظام تر سیوري لاندې ژوند یې د ویاړ ځای وباله. 
دوی څرګنده کړه، چې دا مرستې د اسلامي نظام د رهبرۍ د پېرزوینې له مخې د ا.ا.ا له بیت‌المال څخه ځانګړې شوې دي. د د دوی وینا، دغه مرستې په دې ولایت کې یوشمېر راستانه شويو کډوالو کورنیو ته په نظر کې نیول شوي، چې له مخې به یې هرې کورنۍ ته ۲۵۰ کیلوګرامه غنم او ۵۰۰۰ افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شي. موخه دا ده، چې اجباري راستانه شوي کډوال وکولای شي خپل ژوند ته له نوې مرحلې سره دوام ورکړي.
دوی د مرستو د وېش بهیر شفاف، منظم او د کره مستحقینو پر بنسټ وباله او زیاته یې کړه، چې په راتلونکي کې به هم د ورته بشري همکاریو لړۍ ته دوام ورکړل شي.
همدارنګه ټینګار وشو، چې د مرستو دا پروسه د ټاکلي پلان او د اړوندو ادارو تر بشپړې څارنې لاندې، د مستحقینو د کره پېژندنې پر بنسټ ترسره کېږي، څو راستانه شوي او اړمن خلک وکولای شي خپل کورنی اقتصاد پیاوړی او پر ځان بسیا شي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۷:۵۴
Background image

د خوست مرکز کې پر لسګونو بزګرانو د سویابینو تخم او کیمیاوي سرو وېش لړۍ پیل شوه


۱۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي او د «او‌آرډي‌» مؤسسې په تخنیکي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۷:۵۰
Background image

د کندهار کوهکران څېړنیز فارم کې د شفتالو ملي کلکسیون لابراټواري ازموینې پیل شوې


۱۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د کوهکران څېړنیز فارم د مسلکي مسؤلینو له لوري د شفتالو د ملي کلکسیون. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۵:۴۰
Background image

سږ کال ننګرهار کې د شفتالو حاصلات څه باندې ۱۱۰زره ټنه اټکل شوي

۱۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، اټکل کېږي چې سږ کال به د دې ولایت د شفتالو حاصلات له ۱۱ زره متریک ټنو څخه. . .

بازگشت