کونړ کې ۱۲۰۰ له کډوالۍ راستنو شويو کورنیو ته د غنمو او نغدو مرستو د وېش لړۍ پيل شو

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۳ - ۹:۵۲
کونړ کې ۱۲۰۰ له کډوالۍ راستنو شويو کورنیو ته د غنمو او نغدو مرستو د وېش لړۍ پيل شو

۲۲ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د ځانګړي حکم او شفقت له مخې، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري په کونړ ولایت کې په اجباري ډول راستانه شويو ۱۲۰۰ اړمنو کډوالو ته د غنمو او نغدو پیسو د وېش لړۍ پيل شوه.
د مرستو د وېش غونډه نن د کونړ ولایت مرکز اسعداباد ښار اړوند ورزشي جمنازيوم په تالار کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مالدارۍ څېړنو رییس انجنیر  عبدالولي په مشرۍ ترسره شوه، چې پکې د کونړ ولایت د صنعت او سوداګرۍ رییس مولوي محمد طیب یوسف، د کډوالو چارو رییس مولوي محمد ابراهیم میاخېل، د ولایت مقام استازي، د کرنې ریاست تخنیکي سلاکار سید حفیظ الله سيدي، د عشر او زکات آمر مولوی محمد زبیر سيدي، د غنمو د وېش کمېټې استازو، د بېلابېلو ادارو استازو او یو شمېر نورو مسوولینو ګډون کړی و.
په پیل کې د کونړ د صنعت او سوداګرۍ رییسمولوي محمد طیب یوسف د یادې پروسې په اړه وینا وکړه او د اسلامي امارت له رهبرۍ، د کرنې وزارت له مقام، د کونړ ولایت مقام او د کرنې ریاست څخه یې مننه وکړه.
ورپسې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مالدارۍ څېړنو رییس انجنیر عبدالولي په خپلو خبرو کې د اسلامي نظام شکر ادا کړ او د دغه نظام تر سیوري لاندې ژوند یې د ویاړ ځای وباله. نوموړي راستانه شويو کډوالو ته په خطاب کې وویل: «سترګې په بڼو نه درنېږي، تاسې زموږ وروڼه او دوستان یاست، راځئ چې په ګډه د هېواد د آبادۍ، ځان بساینې او پرمختګ لپاره کار وکړو.»
نوموړي څرګنده کړه، چې دا مرستې د اسلامي نظام د رهبرۍ د پېرزوینې له مخې د ا.ا.ا له بیت‌المال څخه ځانګړې شوې دي. د ده په وینا، په دې ولایت کې ۳۰۰ ټنه غنم د ۱۲۰۰ غریبو او راستانه شويو کډوالو کورنیو ته په نظر کې نیول شوي، چې له مخې به یې هرې کورنۍ ته ۲۵۰ کیلوګرامه غنم او ۵۰۰۰ افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شي. موخه دا ده، چې اجباري راستانه شوي کډوال وکولای شي خپل ژوند ته له نوې مرحلې سره دوام ورکړي.
هغه د مرستو د وېش بهیر شفاف، منظم او د کره مستحقینو پر بنسټ وباله او زیاته یې کړه، چې په راتلونکي کې به هم د ورته بشري همکاریو لړۍ ته دوام ورکړل شي.
همدارنګه ټینګار وشو، چې د مرستو دا پروسه د ټاکلي پلان او د اړوندو ادارو تر بشپړې څارنې لاندې، د مستحقینو د کره پېژندنې پر بنسټ ترسره کېږي، څو راستانه شوي او اړمن خلک وکولای شي خپل کورنی اقتصاد پیاوړی او پر ځان بسیا شي.

در ولایت کنر  به ۱۲۰۰ خانواده بازگشته از مهاجرت، روند توزیع گندم و کمک‌های نقدی آغاز شد
۲۲ دلو ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۳ شعبان‌المعظم ۱۴۴۷ هـ.ق
بر اساس حکم ویژه و شفقت عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی، از سوی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در ولایت کنر روند توزیع گندم و کمک‌های نقدی به ۱۲۰۰ خانواده نیازمند که به‌گونه اجباری از مهاجرت بازگشته‌اند، آغاز شد.
مراسم توزیع کمک‌ها امروز در تالار جمنازیوم ورزشی مربوط به شهر اسعدآباد، مرکز ولایت کنر، به ریاست انجنیر  عبدالولی، رییس تحقیقات مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری برگزار گردید. در این مراسم، مولوی محمد طیب یوسف رییس صنعت و تجارت کنر، مولوی محمد ابراهیم میاخیل رییس امور مهاجرین، نماینده مقام ولایت، سید حفیظ‌الله سیدی مشاور تخنیکی ریاست زراعت، مولوی محمد زبیر سیدی آمر عشر و زکات، نمایندگان کمیته توزیع گندم، نمایندگان ادارات مختلف و شماری دیگر از مسئولان حضور داشتند.
در آغاز، مولوی محمد طیب یوسف رییس صنعت و تجارت کنر در مورد این روند سخنرانی کرده و از رهبری امارت اسلامی، مقام وزارت زراعت، مقام ولایت کنر و ریاست زراعت قدردانی نمود.
سپس انجنیر  عبدالولی رییس تحقیقات مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در سخنان خود از نظام اسلامی ابراز سپاس کرده و زندگی در سایه این نظام را مایه افتخار دانست. وی در خطاب به مهاجرین بازگشته گفت: «چشمان ما از دیدن شما خسته نمی‌شود، شما برادران و دوستان ما هستید؛ بیایید با هم برای آبادی کشور، خودکفایی و پیشرفت تلاش کنیم.»
وی افزود که این کمک‌ها به اساس لطف و عنایت رهبری نظام اسلامی از بیت‌المال امارت اسلامی افغانستان اختصاص یافته است. به گفته او، در این ولایت ۳۰۰ تُن گندم برای ۱۲۰۰ خانواده فقیر و بازگشته در نظر گرفته شده که بر بنیاد آن، برای هر خانواده ۲۵۰ کیلوگرام گندم و ۵۰۰۰ افغانی پول نقد توزیع می‌شود. هدف از این اقدام آن است که مهاجرین بازگشته بتوانند زندگی خود را با مرحله‌ای جدید ادامه دهند.
او روند توزیع کمک‌ها را شفاف، منظم و مبتنی بر شناسایی دقیق مستحقین عنوان کرده و افزود که در آینده نیز این‌گونه همکاری‌های بشری ادامه خواهد یافت.
همچنین تأکید شد که این روند بر اساس پلان مشخص و تحت نظارت کامل ادارات مربوطه و با شناسایی دقیق مستحقین اجرا می‌شود تا بازگشتگان و افراد نیازمند بتوانند اقتصاد خانواده‌های خود را تقویت کرده و به خودکفایی دست.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۳ - ۱۰:۴۱
Background image

د کرنې وزارت د دعوت او ارشاد رییس د کابل ولایت د کرنې ریاست څخه لیدنه وکړه

۲۳ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۴ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د دعوت او ارشاد رییس مولوي محب‌الله انعام، په بادام‌باغ کې د کابل ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۳ - ۱۰:۳۹
Background image

د کندهار تخته‌پل کې د پوهنې ریاست ته ځمکه ولېږدول شوه

۲۳ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۴ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی ورعاه د حکم له مخې، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست له لوري، د کندهار د کرنې،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۳ - ۱۰:۳۸
Background image

خوست کې د ۱۴۰۴ کال لسمه سکتوري غونډه ترسره شوه؛ د ۶۴۵ میلیونو افغانیو په اټکلي بودجه ۹۸ پراختیایي پروژې تصویب شوې

۲۳ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۴ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مرستیال مولوي اسلم خان منیب تر مشرۍ لاندې د ۱۴۰۴ هـ.ل کال لسمه سکتوري غونډه ترسره شوه.
د. . .

بازگشت