د ننګرهار لعلپورې ولسوالی کې ٣٠٠ کورنیو سره د هګیو چرګانو مرسته وشوه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۳ - ۹:۴۸
د ننګرهار لعلپورې ولسوالی کې ٣٠٠ کورنیو سره د هګیو چرګانو مرسته وشوه

۲۲ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د «اکشن‌اېډ» مؤسسې په تخنیکي او د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو ادارې «اف‌اې‌او» په مالي لګښت په لعلپورې ولسوالی کې ٣٠٠ بېوزله کورنیو سره دهګیو چرګانو مرسته وشوه.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار اخندزاده وویل، چې په لعلپورې ولسوالۍ کې ۳۰۰ کورنیو ته د کور لومړنیو اړتیاوو پوره کولو او اقتصادي پیاوړتیا په موخه دهګیو چرګان، متراکمه خوراکه، ددانې او اوبو لوښې ورکړل شوي.
ښاغلي اخندزاده زیاته کړه، چې ددې مرستې په ترڅ کې هرې کورنۍ ته ۳۰ قطعې د هګیو چرګان، ١٠٠ کیلو ګرامه متراکمه خوراکه، دوه دانې او دوه داوبو لوښې هم ورکړل شوې.
دغه راز یادو کورنیو ته د چرګانو روزنې، پالني، ناروغیو کنټرول او نورو اړونده برخو کې روزنه هم ورکړل شوې ده.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۷
Background image

ننګرهار کې د اوبو د سپما او اغېزمنې کارونې په موخه د څاڅکي اوبخور سیستم د نصب چارې پیل شوې

۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر الحاج مولوي عطاءالله عمري له لوري د ننګرهار څېړنیز مرکز د بڼوالۍ په ملي کلکسیون کې د څاڅکي اوبخور سیستم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۷
Background image

د ننګرهار شینوارو کې د حیواني او نباتي درملتونونو څارنه وشوه

۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د شینوارو ولسوالی د کرنیزو او مالدارۍ خدمتونو مدیریت ګډ پلاوي د غني خېلو، پله. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۲۷
Background image

روزګان کې د لبنیاتو دوه معیاري مرکزونه فعال شول

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالی. . .

بازگشت