شمالي ولایتونو کې له کډوالۍ راستنو شويو کډوالو ته د غنمو او نغدو پیسو د وېش بهیر

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۱ - ۱۲:۶
جریان توزیع گندم و پول نقد برای مهاجرین عودت‌کننده در ولایت‌های شمال کشور

۲۱ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۲ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هېواد په شمالي ولایتونو کې له کډوالۍ راستنو شويو کډوالو ته د خوراکي غنمو او نغدو پیسو د وېش بهیر په منظم، شفاف او همغږې بڼه روانه ده. دغه بهیر د اسلامي امارت د مشرتابه عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د هدایت پر بنسټ او د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري له لوري پرانیستل شوی دی.
د چارواکو د معلوماتو له مخې، یاد بهیر د بغلان، سمنګان، کندز، تخار، بدخشان، فاریاب، جوزجان، سرپل او بلخ په ولایتونو کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د ګومارل شوي پلاوي تر څار لاندې، د یاد وزارت د غله‌جاتو د پراختیا رییس مولوي مصباح‌الدین مستعین په حضور او د ځایي ادارو په همکارۍ تطبیقېږي. په ځینو ولایتونو کې هرې مستحقې کورنۍ ته پنځه بوجۍ خوراکي غنم او پنځه زره افغانۍ نغدي پیسې وېشل شوې دي.
له یادو مرستو څخه له کډوالۍ راستانه شوي برخمن شويو کډوالو وېش په پروسه کې د شفافیت او نظم څخه خوښي څرګنده کړه او ویې ویل، چې دا مرسته د ژمي په موسم کې د دوی د کورنیو ځینې اساسي اړتیاوې پوره کولی شي.
د راستنو شويو کډوالو د شمېر د زیاتوالي او د ژمي په موسم کې د هغوی د معیشتي ستونزو د ډېرېدو له امله، د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه د زیانمنو قشرونو د ملاتړ په موخه د خوراکي او نغدي مرستو د وېش پروګرام پیل کړی دی. یاد بهیر د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې دوام لري او موخه یې د خوراکي توکو د اړتیاوو پوره کول او د ټولنیز یووالي پیاوړتیا ده.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۶:۶
Background image

میدان وردګو کې د ګیلاسو سوداګریزو بڼونو د پراختیا په پار هلې ځلې؛ ډېر شمېر بزګران وروزل شول

۱۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت په جغتو، دایمیرداد، نرخ، چک، سیداباد، مرکز او جلریز ولسوالیو کې د ګیلاسو د سوداګریزو بڼونو د پراختیا په موخه مهم. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۶:۳
Background image

دکرنې وزارت له‌خوا صنعت او سوداګرۍ وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه 

۱۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو ریاست چارواکي وایي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې د کرنې وزارت د ځمکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۶:۲
Background image

د میدان وردګو لومړی حصې ولسوالی کې د اوبو د مدیریت پروژو سروې بشپړه شوه

۱۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګ ولایت د لومړي حصې ولسوالی په بېلابېلو حوزو کې د «ډاکار» مؤسسې تر چتر لاندې، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د چارواکو په. . .

بازگشت