تېر مالي کال په ترڅ کې د مالدارۍ د برخې کړنې
په هېواد کې د کرنې ترڅنګ مالدارۍ هم اقتصادي ارزښت لري او یو شمېر کورنۍ په تېره کلیوالو کورنیو د خپلو کورنیو يوه اندازه لومړنۍ اقتصادي اړتیاوې د کورنیو حیواناتو په ځانګړي ډول له غواګانو، وزو او میږو څخه پوره كوي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د نورو سکټورونو ترڅنګ د مالدارۍ سکټور ودې او پراختیا ته ځانګړې پاملرنه کړې، چې په ترڅ کې یې د مالدارۍ د سکټور د ودې او پراختیا لامل شوي. د تېر ۱۳۹۸ یم مالي کال په ترڅ کې دکرنې وزارت د مالدارۍ اوحیواني روغتیا ریاست کڼ فعالیتونه تر سره کړي دي، چې عمده لاسته راوړنه یې دادي.
۱- د کابل، بلخ هرات او کندز په ولایتونو کې د څلور عصري مسلخونو چارې بشپړول او ګټې اخیستنې ته سپارل چې هر یوه یې په یوه کاري شفت (اته ساعتونو کې) د ۵۰۰ وزو او میږو او ۱۰۰ غواوو د ذبحې وړتیا لري، له دغو مسلخونو د یوشمېر چارې یې بشپړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي او د یوشمېر هغو یې چارې ۹۵ سلنه بشپړ شوي دي.
۲- د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د بروسلوز، طبق « FMD»او طاعون شپږ میلیونه او ۵۷۱ زره او ۶۷۸ ډوزه واکسین په بېلابېلو څارویو پلي شوي دي، چې په پایله کې یې د څاریو د مړنې په کچه ۳۵ سلنه کموالی راغلی دی او ترڅنګ یې د څارویو د نسل د ښه اصلاح اوتکثیر لامل شوي او دغه راز د انسانانو او څارویو د ګډو ناروغیو د خپرېدوی مخه یې نیولی دی.
۳- د کابل ولایت د واکسینو دتولید په مرکزي لابراټوار کې د انټروټوکسیمیا، انټرکس، بلک لیګ، مرغ مرګي او بروسلوز درې میلیون ډوزه واکسینونه تولید شوي دي، چې د حیواني محصولاتو د کچې د زیاتوالي، له بهره د محصولاتو د نه واردولو او د بهرني بې کیفیته واکسینونو د واردولو د مخنیوي لامل شوي دي.
۴- د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د کانګو تبې (CCHF) د مخنیوي په پار کمپاینونه په لاره اچول شوي دي، چې د کانګو تبې د کچې د ټیټېدا لامل شوي دي.
۵- د مرکز او د (بادغیس، هلمند، غزني، میدان وردک، لوگر، پکتیا، خوست، پروان، لغمان، بغلان، سرپل، کونړ، ننگرهار، کاپیسا، بامیان، غور، هرات، بلخ، دایکندي، تخار او بدخشان) ولایتونو د حیواني ناروغیو د تشخیص لابراټوارونو لپاره ۱۲ دانې لمریز یخچالونه او ۳۰ دانې بطرۍ پېرل، چې د لابراټواري توکو د ښه خوندي ساتلو او پر وخت د څارویو د ناروغیو د درملنې لامل شوي دي.
۶- د« بلخ، جوزجان، ننگرهار، کونړ، لغمان، هرات، هلمند او کندهار» په ولایتونو کې د وترنرۍ ۸۱ سیمه ییز کارکوونکي ګمارل. د دغو وترنرانو ګمارل د څارویو د خپرېدو وړ ناروغیو د راټولو په برخه کې د اسانتیا لامل شوي دي.
۷- په ۲۷ ولایتونو (کابل، میدان وردگ، لوگر، بامیان، پکتیا، بلخ، جوزجان، سرپل، بدخشان، تخار، فاریاب، کندز، ننگرهار، کونړ، نورستان، هرات، خوست، پکتیکا، اروزگان، کندهار، هلمند، فراه، بادغیس، زابل، نیمروز، بغلان او پروان) کې د وټرنرۍ د ۲۷۰ سیمه ییزو کلینیکونو له لارې ۱۱ زره او ۵۵۰ نارینه مالدارانو او ۱۸ زره او ۴۸۰ ښځینه مالدارانو ته د مالدارۍ اړونده چوپړونه وړاندې کول، چې د مالدارۍ په برخه کې د یادو مالدارانو د پوهې لوړولو، د څارویو د ناروغیو د کچې ټیټېدا او د سیمه ییزو کلینیکونو او مالدارانو ترمنځ د اړیکو ایجادولو او اقتصادي پیاوړتیا لامل شوي دي.
۸- د « غور، بلخ، جوزجان او کابل» ولایتونو د مالدارۍ فارمونو لپاره ۳۱۱ مټریک ټنه د څارویو خوراکي توکي پېرل.
۹- د هرات ولایت په کوچي مېشتو سیمو کې د څارویو د خوراکي توکو دوه ګدامونه جوړول، چې د ژمي په موسم کې د څارویو خوراکي توکو ته د کوچیانو د لاس رسي په برخه کې مرسته کوي.
۱۰- د « کابل، پروان او لوگر» په ولایتونو کې د خوراکي نباتاتو، علوفې او سبو ۲۱۳ ننداریزې قطعې جوړول، چې له دې ننداریزو قطعو سره بزګران د نباتاتو او علوفې له نوي ورایټیو سره اشنا شوي دي.
۱۱- د «بلخ، ننګرهار او هرات» په ولایتونو کې په ۲۰۰ هکټاره ځمکه کې د علوفې اصلاح شوي تخمونه کرل.
۱۲- په مرکز کې د حیواني تغذیې دوه پایې لابراټوارونه او د مصنوعي القاح د لابراټوار ۶۵ توکي پېرل او دغه راز د قرغې بند کب روزنې فارم لپاره ۳۰ اړین توکي پېرل، چې په یادو برخو کې یې کڼې اسانتیاوې رامنځته کړي دي.
۱۳- د غور، بلخ، جوزجان او کابل ولایتونو د حیواني فارمونو لپاره د څاریو ۳۱۱ ټنه خوراکي توکي پېرل.
۱۴- کابل کې د ورځې د ۳۰ زره لیټره شېدې د پروسس په ظرفیت د لبنیاتو د پورسس او بسته بندی مرکز جوړول.
۱۵- په کابل، لوگر، پروان، بلخ، هرات، کونړ او کندهار کې د شېدې ټولولو ۲۹ بابه مرکزونه جوړول او سمبالول.
۱۶- په کابل، لوګر او نورستان ولایتونو کې ۱۲۰ کلیوالو مېرمنو ته ۱۲۰ خوسکي ورکول، چې مالدارۍ ته د کلیوالومېرمنو د لېوالتیا او د دوی د اقتصادي ودې لامل شوي دي.
د مالدارۍ په برخه کې دیادو ترسره شویو کړنو ترڅنګ دکرنې وزارت په تېر مالي کال کې د چرګانو روزنې، کب روزنې او شاتو مچیو روزنې په برخه کې هم کڼ اغېزناک فعالیتونه ترسره کړي دي.
د چرګانو روزنې د فارمونو د جوړولو په برخه کې د ګڼو وړو فارمونو ترڅنګ د « کابل، ننگرهار، کندز، بلخ، کندهار، کونړ، لغمان، پروان، لوگر، خوست، سمنگان، پکتیا، جوزجان، هلمند، هرات او فراه» په ولایتونو کې د خصوصي سکټور په ونډې سره د غوښینو چرګانو ۶۰ سوداګریز فارمونه چې هر یوه یې د پنځه زره چرګانو د ساتنې وړتیا لري جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي. ددې ترڅنګ د کابل، ننګرهار، کندز، بلخ او هرات په ولایتونو کې هم دغوښینو چرګانو د روزنې ۱۰ فارمونه چې هر یوه یې د ۱۰ زره چرګانو د روزنې وړتیا لري جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي، چې په هېواد کې د چرګانو د غوښې د تولید په برخه کې رغنده رول لوبوي.
دغه راز د کب روزنې په برخه کې د تېر مالي کال په ترڅ کې په هېواد کې د ګرمو اوبو د کبانو ۸۰ فارمونه جوړ شوي او ترڅنګ یې د خوست، بلخ، بغلان او کندز په ولایتونو کې د کبانو د بچیو د تولید دوه هیچرۍ هم جوړ شوي دي. ددې ترڅنګ د کب روزنې په برخه کې تېر مالي کال د کبانو څلور میلیونه بچې هم تولید شوي دي.
په همدې حال کې د شاتو مچیو دروزونکو د ملاتړ په پار په ننګرهار، بلخ، هرات، کندهار او پکتیا ولایتونو کې د شاتو مچیو د روزنې ۵۰۰ پراختیایي کڅوړې وېشل شوي دي.
په ورته وخت کې په مرکز کې د څارویو د خوراکي توکو د تجزیې او تحلیل په موخه لابراتوار جوړول، د خوراکي فورمولونو ترتیب او چمتو کول، مالدارانو او فارم لرونکوته فني لارښوونې او مشورې ورکول، په یو شمېر ولایتونوکې د خوراکي موادو «فودر بانک» جوړول هغه چارې دي، چې د مالدارۍ د پراختیا په موخه په ۱۳۹۸ یم مالي کال کې د کرنې وزارت د مالدارۍ او حیواني روغتیا عمومي ریاست له خوا ترسره شوي دي.