زابل کې د انځرو بڼونو د جوړولو پروګرام پیل شو؛ په شاجوی، میزان او کلات کې ۷۵ جریبه بڼونه جوړېږي

qiam_amin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۶ - ۸:۵۹
زابل کې د انځرو بڼونو د جوړولو پروګرام پیل شو؛ په شاجوی، میزان او کلات کې ۷۵ جریبه بڼونه جوړېږي

۵ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش

۶ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق

د زابل ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې « یوان‌ډي‌پي» په همکارۍ ددې ولایت د مرکز کلات په ګډون په شاجوی او میزان ولسوالیو کې د انځرو د بڼونو د جوړولو پروګرام عملي کوي.

د دې پروګرام له مخې به۱۵۰ بزګرانو ته د نیم نیم جریب په کچه د انځرو بڼونه جوړ شي، چې ټولیزه اندازه یې ۷۵ جریبه ځمکه جوړوي. د یادو بڼونو د جوړولو په لړ کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست او د یادې موسسې د مسلکي کارکوونکو له لوري د بڼونو د ځمکو نقشه کول، د څاڅکي اوبه خور  سیستم نصبول، او د بڼونو د معیاري جوړولو چارې ترسره کېږي.

سربېره پر دې، یادو بزګرانو ته به د مسلکي کسانو له لوري د بڼوالۍ او کرنې اړوند تخنیکي او مسلکي روزنې هم ورکړل شي، تر څو وکولای شي خپل بڼونه په سمه او معیاري توګه وساتي او ښه حاصلات ترې ترلاسه کړي.

د یادونې وړ ده چې د زابل د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر دې وړاندې هم ۱۵۰۰ کورنیو ته د غنمو اصلاح شوي تخمونه، کیمیاوي سپینه او توره سره وېشلې وه.

د زابل د کرنې ریاست چارواکي وایي، هڅه کوي چې د بېلابېلو بنسټونو په همکارۍ زابلي بزګرانو ته دا ډول ګټور او دوامدار پروګرامونه برابر کړي، تر څو بزګران وکولای شي په راتلونکي کې خپلې اقتصادي ستونزې په خپله حل او د خپلو کورنیو اقتصادي وضعیت ښه کړي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۲۷
Background image

روزګان کې د لبنیاتو دوه معیاري مرکزونه فعال شول

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۱
Background image

بلخ کې د شېدو راټولولو مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ، د «ډي‌سي‌اې» مؤسسې په مالي او تخنیکي ملاتړ او د بلخ ولسوالی د کرنیزو خدمتونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۰
Background image

د خوست صبریو او یعقوبیو ولسوالی کې پر سلګونو بزګرانو د اصلاح شویو غنمو تخمونه وېشل کېږي

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د «اوآرډي». . .

بازگشت