د کندزعلی‌آباد کې د څارویو د واکسین کمپاین او د مالدارۍ د حمایوي وسایلو وېش تطبیق

qiam_amin
شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۱:۲۹
د کندزعلی‌آباد کې د څارویو د واکسین کمپاین او د مالدارۍ د حمایوي وسایلو وېش تطبیق

۴ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش

۵ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق

د کندز ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ، د آغاخان دفتر ددې ولایت د علی‌آباد ولسوالی کې د څارویو د واکسین یو پراخ کمپاین تطبیق شو.

یاد پروګرام د قزل‌سای صحبت‌الله، قزل‌سای ملاسردار او لاله‌میدان کلیو کې عملي شو چې په ترڅ کې یې ۱۰ زره څاروي، چې غواګانې، پسونه او وزې پکې شاملې دي، واکسین او دوارمینګ شول. له دې پروګرام څخه ۱۹۰ تنه مالداران برخمن شوي دي.

همدارنګه د دې پروګرام په جریان کې مستحقو مالدارانو ته هایبریډ جواري، لاسي علف‌قطع کوونکی او د دوا شیندلو پمپونه ووېشل شول، او یوې محلي شورا ته د حیواني علفو د ښه مدیریت په موخه یو برقي سایلیچ ماشین هم وسپارل شو.

سربېره پر دې، مالدارانو ته د څارویو د تغذیې د ښه‌والي او د مالدارۍ د تولیداتو د زیاتوالي په موخه د یوریا ټریټمنټ د جوړولو عملي طریقه ور وښودل شوه.

د یادونې وړ ده، چې دغه پروګرام د مالدارۍ د ترویج مدیر او د آغاخان دفتر د استازي په حضور کې تطبیق شو چې موخه یې د مالدارانو ملاتړ، د حیواني ناروغیو مخنیوی او د علی‌آباد ولسوالی د مالدارو کورنیو د معیشتي وضعیت ښه کول دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۷
Background image

ننګرهار کې د اوبو د سپما او اغېزمنې کارونې په موخه د څاڅکي اوبخور سیستم د نصب چارې پیل شوې

۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر الحاج مولوي عطاءالله عمري له لوري د ننګرهار څېړنیز مرکز د بڼوالۍ په ملي کلکسیون کې د څاڅکي اوبخور سیستم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۷
Background image

د ننګرهار شینوارو کې د حیواني او نباتي درملتونونو څارنه وشوه

۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د شینوارو ولسوالی د کرنیزو او مالدارۍ خدمتونو مدیریت ګډ پلاوي د غني خېلو، پله. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۲۷
Background image

روزګان کې د لبنیاتو دوه معیاري مرکزونه فعال شول

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالی. . .

بازگشت