بلخ ولایت ته د کرنې وزارت د اراضۍ رییس سفر

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۸:۵۵
سفر رییس اراضی وزارت زراعت به ولایت بلخ 

۲۴ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۴ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ رییس مولوي محمود مظلوم بلخ ولایت ته د سفر په ترڅ کې د بلخ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس حافظ محمد موسی مبین او د یاد ریاست د اراضۍ برخې له کارکوونکو سره کاري ناسته ترسره کړه.
یاده غونډه د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت پیل شوه. وروسته، د بلخ د کرنې رییس حافظ محمد موسی مبین د ښه راغلاست ترڅنګ د ادارې د روانو فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل. په دې ناسته کې د بلخ د کرنې ریاست د اراضۍ د برخې ټول کارکوونکي شتون درلود.
د کرنې وزارت د اراضۍ رییس مولوي محمود مظلوم په خپلو خبرو کې د اسلامي امارت د رهبرۍ د فرمانونو پر تطبیق، د کاري اصولو پر مراعت، له مراجعینو سره پر نېک چلند، په اداري چارو کې د غیر ضروري مداخلو پر مخنیوي او په کاري چاپېریال کې د همکارۍ او ورورولۍ د فضا پر ټینګښت ټینګار وکړ. نوموړي همدارنګه د بلخ د کرنې ریاست له فعالیتونو ستاینه وکړه او د اراضۍ برخه یې د دې ریاست له مهمو برخو څخه وبلله.
نوموړي ټینګار وکړ چې د ځمکو پورې اړوند ټولې چارې باید د اصولو او مقرراتو له مخې ترسره شي او په دې برخه کې هېڅ ډول غیرقانوني اقدام د منلو وړ نه دی. همدارنګه، د ځینو مهمو موضوعاتو لکه د بنسټیزو پروژو لپاره د ځمکو د ځانګړي کولو په اړه هم بحث وشو.
یاده ناسته د تفاهم او همغږۍ په فضا کې په دعاییه سره پای ته ورسېده.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۳:۲
Background image

کندز کې د کرنیزو پراختیايي پروژو د پلي کېدو او پرمختګ په اړه د «ډاکار» دفتر سره مهمه ناسته ترسره شوه

۳۰ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندز دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی نیاز محمد عابد د «ډاکار» مؤسسې د شمال او شمال ختیځ زون دفتر مسوول داد الله سره په کتنه کې پر. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۲:۱۸
Background image

کرنې وزارت کې د دعوت او ارشاد غونډه ترسره شوه

۳۰ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر په مشرۍ د دعوت او ارشاد غونډه د دې وزارت د مسؤلینو په ګډون. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۲:۱۶
Background image

د هلمند مرکز لښکرګاه کې یوشمېر بزګران وروزل شول

۳۰ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ، د کرنیزو چارو آمریت اړوند د نباتاتو ساتنې او قرنطین مدیریرت کارکوونک له لوري، د مرکزي لوی کاریز. . .

بازگشت