کونړ کې د کرنې او مالدارۍ پراختیا په پار سکټوري غونډه دائره شوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۲:۲۶
کونړ کې د کرنې او مالدارۍ پراختیا په پار سکټوري غونډه دائره شوه

۲۴ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۴ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق 
د کونړ دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې په دې ولایت کې د سکټوري اداراتو په ګډون د ټولو هغو مؤسساتو چې دکرنې او مالدارۍ په برخه کې کار کوي د استازو په ګډون سکټوري غونډه دائره شوه.
دغه غونډه، چې د کونړ دکرنې رییس مولوی محمد سرورو صادق په مشرۍ ترسر ه شوه، پکې د کونړ ولایت د یوشمېر سیمه ییزو ادارو چارواکو او د مؤسسو مسؤلينو  ګډون کړی وو.
د غونډې په پیل کې د کونړ دکرنې رییس مولوی محمد سرورو صادق د همکارو برنامو د تېرو کړنو د راپورونو او راتلونکو پلانونو له اوريدنې وروسته د همکارو برنامو له مسولينو وغوښتل، چې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د مرستو جلبولو هڅه وکړي، همدا راز ښاغلي صادق زياته کړه چې خپلې راتلونکې پروژې د سکتوري رياستونو سره په همغږۍ په لوړ کيفيت سرته ورسوي.
نوموړي دچارو دموثر تطبیق او ښې همغږۍ لپاره ځینې اړینې سپارښتنې وکړې او ویې ویل:  «دکرنې سکتور اړوند همکارې مؤسسې باید  د مستحقینو د سروې او د مرستو  وېش چارې دې له دغه ریاست سره په ښې همغږۍ او شفافیت سره ترسره او د ولایت په کچه دې متوازن انکشاف رامنځته کړي.»
ورپسې د همکارو برنامو مسولينو په خپل وار سره د خپلو ترسره شويو کړنو مفصل راپور وړاندې کړ او خپل راتلونکي پلانونه يې د غونډې له ګډونوالو سره هم شريک کړل.
د غونډې په پای کې د کونړ دکرنې رییس د همکارو برنامو مسئولينو ته د پروژو د ښه تطبیق او ستونزو د حل په موخه لازمې لارښوونې هم وکړې.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۲۷
Background image

روزګان کې د لبنیاتو دوه معیاري مرکزونه فعال شول

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۱
Background image

بلخ کې د شېدو راټولولو مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ، د «ډي‌سي‌اې» مؤسسې په مالي او تخنیکي ملاتړ او د بلخ ولسوالی د کرنیزو خدمتونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۰
Background image

د خوست صبریو او یعقوبیو ولسوالی کې پر سلګونو بزګرانو د اصلاح شویو غنمو تخمونه وېشل کېږي

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د «اوآرډي». . .

بازگشت