د کرنې وزیر په افغانستان کې د ایران له سفیر سره وکتل

user-admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۰ - ۸:۳۴
وزیر زراعت با سفیر ایران در افغانستان دیدار کرد

د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، د خپل کار په دفتر کې په افغانستان کې د ایران اسلامي جمهوریت له سفیر علي رضا بیکدلي سره وکتل.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو د کرنې، مالدارۍ، سوداګرۍ او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتور ترمنځ د همکاریو د پراختیا پر اړتیا ټینګار وکړ. د کرنې وزیر وویل: «زموږ دنده خلکو ته د سالمو خوړو برابرول دي او د همکاریو اساسي موخه، په ځانګړي ډول له خصوصي سکتور سره، د سوداګریزو اړیکو پراخول او د شته توافقاتو عملي کول دي.»
همدارنګه د ایران سفیر علي رضا بیکدلي وویل: «هوکړې  د پلان او ټاکلي مهال‌وېش له مخې تعقیب او عملي کېږي او د کرنې او مالدارۍ له لارې به له افغانستان سره قوي اړیکې ټینګې شي.»
د دې لیدنې په څنډه کې، علي رضا بیکدلي د هېواد د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر ته په تهران کې د اقتصادي همکاریو سازمان (ECO) په غونډه کې د ګډون بلنه ورکړه، چې په یاده غونډه کېد غړو هېوادونو د کرنې وزیران ګډون کوي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۲۷
Background image

روزګان کې د لبنیاتو دوه معیاري مرکزونه فعال شول

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۱
Background image

بلخ کې د شېدو راټولولو مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ، د «ډي‌سي‌اې» مؤسسې په مالي او تخنیکي ملاتړ او د بلخ ولسوالی د کرنیزو خدمتونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۰
Background image

د خوست صبریو او یعقوبیو ولسوالی کې پر سلګونو بزګرانو د اصلاح شویو غنمو تخمونه وېشل کېږي

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د «اوآرډي». . .

بازگشت