پکتیا؛ د څه باندې ۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د کلالګو کاریز او کانال ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۸ - ۱۱:۳۹
پکتیا؛ د څه باندې ۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د کلالګو کاریز او کانال ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۱۸ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۸ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ اړوند د کلالګو په سیمه کې د اوبولګولو د شبکې (کاریز او کانال) ودانیزې چارې بشپړې او په رسمي ډول ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د یادې پروژې د پرانیستې او ګټې اخیستنې په مراسمو کې د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي سید امین هاشمي، د پکتیا ولایت د دفتر رییس مولوي نورالله ممتاز، د سیندیزې حوزې رییس مولوي کریم فاتح د اقتصاد ریاست استازې، د یادی ولسوالیۍ استازې، د اړیکو دفتر مسئولینو، د سیمې قومي مشرانو او بزګرانو ګډون کړی و.
د پکتیا د کرنې رییس مولوي سید امین هاشمي د پروژې د پرانیستې پر مهال وویل: «د کلالګو لوی کاریز او کانال چې ۵۷۰ متره اوږدوالی لري، د کرنې ریاست اړوند د اړیکو دفتر له لوري د ۷۴۳۷ زره  افغانیو په لګښت د شپږو میاشتو په موده کې جوړ شوی، چې په ګټې اخیستنې سره به ۶۰۰ هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبه شي.
ښاغلي هاشمي زیاته کړه: «بزګران د هېواد د اقتصاد ملا تیر دي، او موږ هڅه کوو چې د دوی د کرنیز اقتصاد د پیاوړتیا لپاره دا ډول بنسټیزې او ګټورې پروژې پلي کړو».
نوموړي همدارنګه وویل، چې د دې پروژې د تطبیق پر مهال د سیمې شاوخوا ۳۹۰۰ کسانو ته کاري فرصتونه برابر شوي وو، او اوس چې پروژه بشپړه او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې ده، د اوبو د ضایعاتو مخه به ونیول شي او بزګران به د خپلو کرنیزو ځمکو د خړوبولو په برخه کې له اسانتیاوو څخه برخمن شي.
د زرمت ولسوالۍ د کلالګو سیمې اوسېدونکو د پکتیا د کرنې ریاست څخه مننه وکړه، چې د کرنې د پراختیا په برخه کې یې د دوی په سیمه کې ګڼې ګټورې پروژې پلي او بشپړې کړې دي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۲۷
Background image

روزګان کې د لبنیاتو دوه معیاري مرکزونه فعال شول

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۱
Background image

بلخ کې د شېدو راټولولو مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ، د «ډي‌سي‌اې» مؤسسې په مالي او تخنیکي ملاتړ او د بلخ ولسوالی د کرنیزو خدمتونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۰
Background image

د خوست صبریو او یعقوبیو ولسوالی کې پر سلګونو بزګرانو د اصلاح شویو غنمو تخمونه وېشل کېږي

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د «اوآرډي». . .

بازگشت