دکندز چهاردرې ولسوالی پر یوشمېر بې‌ وزلو کورنیو د شېدو غواوې ووېشل شوې

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۶ - ۹:۱۳
در ولسوالی چهاردرهٔ کندز برای شماری از خانواده‌های بی‌بضاعت گاو شیری توزیع شد

۱۶ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۶ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندز دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د بې‌ وزلو کورنیو د ملاتړ او د هغوی د معیشتي وضعیت د ښه‌والي په موخه، ددې ولایت د چهاردرې ولسوالی کې، د آغاخان دفتر په همکارۍ د شېدو ورکوونکې یوې غوا سره د هغې یو خوسی، څلورو بې‌وزلو کورنیو ته ووېشل شول.
د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د همدې دفتر له خوا، د چهاردرې ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې څلورو بې‌وزلو کورنیو ته یوه وزه د هغې له دوو کوچنیو بچیو سره وېشل شوې وه، چې دا اقدام د کورنیو د اقتصاد د پیاوړتیا او د دوامدار عاید د سرچینې د رامنځته کولو په موخه ترسره شوی و.
د یادولو وړ ده، چې دا ډول پروګرامونه د فقر په کمولو، د اړتیا لرونکو کورنیو د معیشت په ښه‌والي او د مالدارۍ سکتور په پراختیا کې اغېزمن تمامېږي او دا ډول مرستې به په راتلونکي کې هم دوام ولري.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۲۷
Background image

روزګان کې د لبنیاتو دوه معیاري مرکزونه فعال شول

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۱
Background image

بلخ کې د شېدو راټولولو مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ، د «ډي‌سي‌اې» مؤسسې په مالي او تخنیکي ملاتړ او د بلخ ولسوالی د کرنیزو خدمتونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۰
Background image

د خوست صبریو او یعقوبیو ولسوالی کې پر سلګونو بزګرانو د اصلاح شویو غنمو تخمونه وېشل کېږي

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د «اوآرډي». . .

بازگشت