مستأجرانو سره د څه باندې ۷۲ زره جریبو امارتي ځمکو د اجارې تړونونه لاسلیک شول

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۵ - ۱۲:۵۵
امضای قرارداد اجاره بیش از ۷۲ هزار جریب زمین امارتی با مستأجران

۱۵ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۵ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق 
د افغانستان د اسلامی امارت د امارتي ځمکو د اجارې ورکولو د قانون له مخې، د دغو ځمکو د سپارلو بهیر په رسمي ډول پیل شو او په لومړي پړاو کې ۷۲ زره او ۲۵۰ جریبه امارتي ځمکه پانګه‌والو او سوداګرو ته په اجاره ورکړل شوه.
د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله له خوا د اجارې د قانون له تصویب وروسته، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري، د ځمکو  رییس مولوي محمود مظلوم او د کرنې وزارت د یو شمېر رییسانو او مستأجرانو په شتون کې د کرنې وزارت په مقر کې د اجارې  تړونونه لاسلیک شول. 
مولوي عطاءالله عمري د دغو مراسمو پر مهال وویل، چې د امارتي ځمکو اجاره ورکول تر دې وړاندې د قانون د نشتوالي له امله ځنډېدلي وو، خو اوس د اجارې ورکولو د قانون له تدوین او منظوری وروسته د پانګونې لپاره زمینه برابره شوې ده. نوموړي زیاته کړه، چې د کرنې وزارت او د اراضۍ ریاست دروازې د کورنیو او بهرنیو پانګه‌والو پر مخ پرانیستې دي، څو په بېلابېلو برخو کې پانګونه او خدمت وکړي.
همدارنګه، مولوي محمود مظلوم د امارتي ځمکو د اغېزمنې استفادې پر ټینګار وویل، چې مستأجران مکلف دي د قانون او په قراردادونو کې د درج شویو ژمنو سره سم عمل وکړي.
د اراضۍ ریاست مسؤلین وایي، چې د دغو قراردادونو په لاسلیک سره به هر کال ۶۷ میلیونه، ۵۰۸ زره او ۱۸۵ افغانۍ عاید د دولت خزانې ته راټولې شي. د امارتي ځمکو د اجارې ورکولو موخه د پانګونې پراختیا او د کرنې، مالدارۍ، بڼوالۍ او سوداګرۍ په برخو کې د دغو ځمکو اغېزمنه استفاده بلل شوې ده.
د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه ټینګار لري، چې د امارتي ځمکو د اجارې ورکولو له لارې به کاري فرصتونه زیات، د کورنیو او بهرنیو سوداګرو لپاره د پانګونې زمینه برابره او د دولت لپاره به یو دوامدار عاید رامنځته شي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۲۷
Background image

روزګان کې د لبنیاتو دوه معیاري مرکزونه فعال شول

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۱
Background image

بلخ کې د شېدو راټولولو مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ، د «ډي‌سي‌اې» مؤسسې په مالي او تخنیکي ملاتړ او د بلخ ولسوالی د کرنیزو خدمتونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۰
Background image

د خوست صبریو او یعقوبیو ولسوالی کې پر سلګونو بزګرانو د اصلاح شویو غنمو تخمونه وېشل کېږي

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د «اوآرډي». . .

بازگشت