د ننګرهار بهسودو ولسوالی کې د بڼونو خوندیتوب په پار د ژمني تېلو استعمال چارې پیل شوې

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۵ - ۱۰:۳۵
د ننګرهار بهسودو ولسوالی کې د بڼونو خوندیتوب په پار د ژمني تېلو استعمال چارې پیل شوې

۱۵ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۵ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د بهسودو ولسوالی ترویج مدیریت کارکوونکو له لورې د بهسودو ولسوالی بېلې او بېنګاه کلیو څخه په بڼونو کې د ژمني تېلو استعمال چارې پیل شوي. د بهسودو ولسوالی د ترویج مسؤلینو په وینا دوی هڅه کوي د بڼونو ساتني او ناروغیو مخنیوي په موخه د ژمني تېلو استعمال چارې د بهسودو ولسوالی په ټولو بڼونو کې تطبیق کړي، ترڅو په راتلوونکي کې بڼونه د ناروغیو د عاملینو د خطر څخه خوندې وساتل شي. دغه راز بڼوالو ته د ژمني تېلو استعمال، جوړولو، ارزښت او نورو برخو کې لازمې سپارښتنې هم وشوې.
همهاله بڼوالو ته په بڼونو کې د ښاخ برۍ، اوبو لګولو، هرزه وښو کنټرول، چونه کارۍ او نرم کارۍ په برخه کې روزنه هم ورکول کېږي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۲۷
Background image

روزګان کې د لبنیاتو دوه معیاري مرکزونه فعال شول

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۱
Background image

بلخ کې د شېدو راټولولو مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ، د «ډي‌سي‌اې» مؤسسې په مالي او تخنیکي ملاتړ او د بلخ ولسوالی د کرنیزو خدمتونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۰
Background image

د خوست صبریو او یعقوبیو ولسوالی کې پر سلګونو بزګرانو د اصلاح شویو غنمو تخمونه وېشل کېږي

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د «اوآرډي». . .

بازگشت