ننګرهار کې ۳۰۰ د اصیلو ګلابو بڼوالو ته د بڼوالۍ توکي ووېشل شول

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۴ - ۱۰:۱
ننګرهار کې ۳۰۰ د اصیلو ګلابو بڼوالو ته د بڼوالۍ توکي ووېشل شول

۱۴ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۴ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ډاکار خیریه مؤسسې په تخنیکي او له جرمونو او مخدره توکو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې دفتر (یو.ان.او.ډې.سي) په  ۱۰ میلیونه او ۵۰۰ زره افغانیو مالي ملاتړ، ۳۰۰ د اصیلو ګلابو بڼوالو ته د بڼوالۍ اړوند وسایل ووېشل شول، څو د ګلابو د بڼونو د کرلو، ساتنې او د حاصلاتو د زیاتوالي زمینه برابره شي.
یاده مرسته هغو ۳۰۰ بڼوالو ته ووېشل شوه، چې له ډلې یې ۱۵۰ تنه نوي او ۱۵۰ تنه پخواني بڼوال دي. د پروژې موخه د اصیلو ګلابو د بڼونو کرل، سمې روزنې ته وده ورکول، د افتونو او ناروغیو کنټرول او د لوړو حاصلاتو ترلاسه کول دي.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن وویل، چې هر بڼوال ته د ښاخبرۍ وړې او غټې قیچیانې، آره، د حاصل ټولولو بېک او جامې، دستکشې، برقي تله، پنجې، تسکوره، رمبې، بېلچه، لاسي څراغ، لاسي کراچی، پلاستيکي پمپونه او پلاستیک ووېشل شول.
نوموړي زیاته کړه، د یادو وسایلو د وېش موخه د اصیلو ګلابو ترویج، د بڼوالۍ پیاوړتیا او خلکو ته د کار موندنې د زمینې برابرول دي.
همدارنګه د پروژې ساحوي مسؤل انجنیر احسان‌الله عزیزی وویل، چې یادو بڼوالو ته د ګلابو د کرلو، د ناروغیو د مخنیوي او ښه مدیریت، اوبخور، د هرزه واښو کنټرول، د حاصلاتو راټولولو او نورو کرنیزو عملي چارو په اړه روزنې ورکړل شوې دي. نوموړي همدارنګه د وسایلو د سم استعمال او اغېزمنې استفادې په اړه بڼوالو ته لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۲۷
Background image

روزګان کې د لبنیاتو دوه معیاري مرکزونه فعال شول

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۱
Background image

بلخ کې د شېدو راټولولو مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ، د «ډي‌سي‌اې» مؤسسې په مالي او تخنیکي ملاتړ او د بلخ ولسوالی د کرنیزو خدمتونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۰
Background image

د خوست صبریو او یعقوبیو ولسوالی کې پر سلګونو بزګرانو د اصلاح شویو غنمو تخمونه وېشل کېږي

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د «اوآرډي». . .

بازگشت