غزني کې د لمریزې برېښنا پروژې لپاره د ځمکې د تثبیت بهیر بشپړ شو

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۴ - ۹:۱۱
غزني کې د لمریزې برېښنا پروژې لپاره د ځمکې د تثبیت بهیر بشپړ شو

‏د هېواد د برېښنا د تولید د بنسټونو د پیاوړتیا او د دوامدارې انرژۍ د ودې په موخه، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست له لوري په غزني ولایت کې د عزیزي ګروپ د پانګونې شرکت اړوند د لمریزې برېښنا د تولید پروژې لپاره د ځمکې د تثبیت چارې په بشپړه توګه پای ته ورسېد.
‏‏یاد بهیر د اراضۍ ریاست د ارزونې، استملاک او بیا مېشتېدنې، تصفیې او د ځمکو بانک ریاستونو د مسلکي او تخنیکي ټیمونو په ګډه همغږۍ، د ټاکل شويو اصولو او معیارونو پر بنسټ ترسره شو.
‏‏د دې پروسې د لا ښه تطبیق په موخه د ګډ تخنیکي ټیم له لورې د غزني ولایت له والي، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ او د اوبو او انرژۍ رياستونو له مسؤلینو سره اغېزمنې ناستې او هر اړخیزې خبرې وشوې.
‏بايد وويل شي، چې ‏دغه پروژه د برېښنا د کمښت د راکمولو او د دوامدارې انرژۍ د پراختیا په برخه کې یو مهم او هیله‌بښونکی ګام ګڼل کېږي.
‏‏د یادونې وړ ده، چې د اړوندو ادارو د استازو په حضور کې، د ياد ولايت د (ده خدایداد) په سیمه کې د ۱۰۰ میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید پروژې لپاره شاوخوا ۱۰۰ هکتاره ځمکه هم تثبیت شوه.


تکمیل روند تثبیت زمین برای پروژه برق آفتابی در غزنی
به‌منظور تقویت زیربناهای تولید برق کشور و توسعه انرژی پایدار، وزارت زراعت، آبیاری و مالداری از طریق ریاست اراضی، روند تثبیت زمین مربوط به پروژه تولید برق آفتابی شرکت سرمایه‌گذاری گروه عزیزی را در ولایت غزنی به‌گونه کامل به پایان رساند.
این روند با هماهنگی مشترک تیم‌های مسلکی و تخنیکی ریاست‌های ارزیابی، استملاک و اسکان مجدد، تصفیه و بانک زمین ریاست اراضی، بر اساس اصول و معیارهای تعیین‌شده تطبیق گردید.
به‌منظور تطبیق بهتر این پروسه، تیم تخنیکی مشترک با والی ولایت غزنی و مسوولان ریاست‌های زراعت، آبیاری و مالداری و آب و انرژی این ولایت نشست‌های مؤثر و گفتگوهای همه‌جانبه انجام داد.
گفته می‌شود که تطبیق این پروژه گام مهم و امیدوارکننده‌ای در راستای کاهش کمبود برق و گسترش استفاده از انرژی‌های پایدار در کشور به شمار می‌رود.
قابل یادآوری است که در حضور نمایندگان ادارات مربوطه، برای پروژه تولید ۱۰۰ میگاوات برق آفتابی در ساحه ده‌خدایداد ولایت غزنی، حدود ۱۰۰ هکتار زمین به‌گونه رسمی تثبیت گردیده است.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۷ - ۹:۳۹
Background image

ننګرهار کې ١٧٨ مالدارانو ته حیواني خوراکه ووېشل شوه

د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د نه انلوس مؤسسې له لورې په سره رود، دره نور، بهسود او کامي ولسوالیو کې مالدارانو ته حیواني خوراکه ورکړل شوه.
د ننګرهار د کرنې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۰:۲۶
Background image

د روزګان په درېیو ولسوالیو کې څه باندې ۷۰۰ کورنیو ته د کورنیو باغچو جوړولو پروژه پیل شوه

۱۶ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۸ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له‌خوا د کلیو د بیارغونې ادارې «آرآراې‌اې» په تخنیکي او د جرمني د  کريټاس مؤ سسې په مالي. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۹:۴۵
Background image

ننګرهار کې د درملو او کیمیاوي سرو پلورنکو ستونزو حل په موخه ناسته ترسره شوه

۱۶ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۸ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار حیواني، نباتي درملو او کیمیاوي سرو ټولنې چارواکو د خپلو ستونزو حل په موخه د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي. . .

بازگشت