کابل ولایت د للندر (شاتوت) د اوبو بند لاندې د ځمکو د استملاک او بیې ایښودنې چارې په چټکۍ روانې دي

user-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۵:۳۴
کابل ولایت د للندر (شاتوت) د اوبو بند لاندې د ځمکو د استملاک او بیې ایښودنې چارې په چټکۍ روانې دي


‏۳۰ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۳۰ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق‏
‏د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو ریاست اړوند د ارزونې، استملاک او بیامېشتدنې ریاست د تخنیکي ټیمونو لخوا د کابل ولایت په چهارآسیاب ولسوالی کې د للندر (شاتوت) د اوبو بند د جوړولو په موخه د ځمکو د استملاک او بیې ایښودنې چارې په عملي ډول په چټکۍ سره روانې دي.
‏دغه چارې چې نږدې دوه میاشتې وړاندې د دې ریاست د فني او تخنیکي کارکوونکو له‌خوا پیل شوې وې، تر دې مهاله په بریالیتوب سره نږدې ۴۰ سلنه بشپړې شوې دي.
‏‏د یادونې وړ ده، چې د للندر (شاتوت) د اوبو بند پروژه د هېواد له مهمو او ستراتیژیکو پروژو څخه ده، چې عملي کېدل به یې د اوبو په مدیریت، کرنې، اقتصادي پراختیا او د خلکو د ژوند د ښه والي په برخه کې مهم بدلونونه رامنځته کړي.


روند استملاک و قیمت‌گذاری زمین‌های واقع در ساحه بند آب للندر (شاتوت) در ولایت کابل با سرعت ادامه دارد
۳۰ قوس ۱۴۰۴ هـ.ش
۳۰ جمادی‌الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
ریاست ارزیابی، استملاک و اسکان مجدد مربوط ریاست اراضی  وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، از طریق تیم‌های تخنیکی خویش، روند استملاک و قیمت‌گذاری زمین‌ها را به‌منظور ساخت بند آب للندر (شاتوت) در ولسوالی چهارآسیاب ولایت کابل به‌گونه عملی و با سرعت ادامه می‌دهد.
این روند که نزدیک به دو ماه قبل توسط کارمندان فنی و تخنیکی این ریاست آغاز شده است، تا کنون با موفقیت حدود ۴۰ درصد پیشرفت داشته است.
قابل ذکر است که پروژه بند آب للندر (شاتوت) از جمله پروژه‌های مهم و استراتیژیک کشور به‌شمار می‌رود که تطبیق آن نقش اساسی در بهبود مدیریت منابع آب، توسعه زراعت، رشد اقتصادی و ارتقای سطح زندگی مردم خواهد داشت.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۳۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د رهبرۍ غونډه دایره شوه

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د رهبرۍ غونډه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په مشرۍ، د تېر مالي کال د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۳۰
Background image

د ننګرهار لعلپورې ولسوالی دکوچنیو کاروبارونو تمویل په موخه پر لسګونو کورنیو نغدي مرسته ووېشل شوه

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د ننګرهارد کرنې،اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د هالېنډ هېواد په مالي او د «کورډیډ»او «اواچ‌ډبلیو» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د ننګرهار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

نورستان کې یوشمېر کورنیو ته د بدیل معیشت په موخه محلي وزې ووېشل شوې

د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د «ان‌سي‌اراو» مؤسسې په مالي ملاتړ، د یاد ولایت مرکز پارون اړوند پرونز، اشټیوي او څوڅم کلیو کې ۱۰ مستحقو، بېوزلو مېرمنو. . .

بازگشت