د کندهار ارغنداب کې د ځنګلي بوټو ناقانونه لېږد په پار څارنه وشوه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۲:۴۴
د کندهار ارغنداب کې د ځنګلي بوټو ناقانونه لېږد په پار څارنه وشوه

۲۷ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۷ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق 
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د ارغنداب ولسوالی د کرنې او مالدارۍ مسؤلینو د امنیتي مسؤلینو سره په ګډه همکارۍ د یادې ولسوالی د باغ پل سیمې څخه بیا تر سربند سیمي پوري د قدرتي، ځنګلي او نیمه ځنګلي بوټو د پرېکولو او ناقانونه انتقال مخنیوي په موخه پراخ ګرځنده کمپاینونه ترسره کړل، چې د دې کمپاینونو په ترڅ کې د ارغنداب ولسوالی د رود سیمې ته څېرمه د شاران ځنګلي بوټو د پرېکولو او ناقانونه انتقال مخه ونیول شوه.
د ارغنداب ولسوالی د کرنې مسؤلین زیاته کړه، چې یو تن د ارغنداب ولسوالی د رود سیمې کې هڅه کوله، چې شاران ځنګلي بوټي پرې کړي او وروسته یې په ناقانونه ډول خپلو استوګنځایونو ته انتقال کړي، چې د امنیتي مسؤلینو سره په ګډه همکاري پر وخت سره اقدام ترسره سو او د غیرقانوني بوټو د انتقال مخه ونیول شوه. 
د کندهار دکرنې ریاست چارواکي وایی، چې  خلک دې د ملي شتمنیو د زیانمن کولو څخه ډډه وکړي، او هر څوک باید د ملي شتمني په ساتنه کي خپل مسؤلیت اداء کړي. او هغه کسان چې ملي شتمني زیانمنوي او سرغړونه کوي قضایي او عدليي ارګانونو ته به و سپارل شي. 
د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کې د کندهار د کرنې ریاست د ملي شتمنیو ساتني او قدرتي ځنګلونو، ریګي بوټو او نباتاتو د ناقانونه انتقال په موخه ګرځنده کمپاینونه زیات کړي دي، چې د دې کمپاینونو په لړ کې، ۲ ورځي وړاندې د پنجوایي ولسوالی کې هم د نیمه ځنګلي بوټو د ناقانونه انتقال مخه نیول شوې وه.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۷
Background image

ننګرهار کې د اوبو د سپما او اغېزمنې کارونې په موخه د څاڅکي اوبخور سیستم د نصب چارې پیل شوې

۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر الحاج مولوي عطاءالله عمري له لوري د ننګرهار څېړنیز مرکز د بڼوالۍ په ملي کلکسیون کې د څاڅکي اوبخور سیستم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۷
Background image

د ننګرهار شینوارو کې د حیواني او نباتي درملتونونو څارنه وشوه

۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د شینوارو ولسوالی د کرنیزو او مالدارۍ خدمتونو مدیریت ګډ پلاوي د غني خېلو، پله. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۲۷
Background image

روزګان کې د لبنیاتو دوه معیاري مرکزونه فعال شول

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالی. . .

بازگشت