پکتیا کې د شنوخونو لرونکو سره د چارچي درملو شیندلو پمپونو مرسته وشوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۱۴:۴۵
پکتیا کې د شنوخونو لرونکو سره د چارچي درملو شیندلو پمپونو مرسته وشوه

۱۳ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري ددې ولایت پر یو شمېر شنوخونو لرونکو د چارچي درملو د شیندلو پمپونو مرسته ترسره شوه.
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست رییس مولوي سیدامین هاشمي وایي، دغه مرستې هغو شنوخونو لرونکو ته ورکړل شوې، چې د کرنې له ریاست سره همکار پاتې شوي او د فعالیت رسمي جوازونه لري.
د ښاغلي مولوي هاشمي په وینا، دا اقدام د شنوخونو د ساتنې او د نباتي روغتیا د ښه والي په موخه ترسره شوی، څو د شنوخونو خاوندان وکولای شي خپلې کرنیزې چارې په معیاري او اغېزمنه توګه پرمخ یوسي.
دغو مرستو د بزګرانو د هڅونې او د کرنیزو محصولاتو د کیفیت په لوړولو کې مهم رول لوبولی شي.


در ولایت پکتیا برای مالکان گلخانه‌ها پمپ‌های اسپری دواهای نباتی توزیع شد
۱۳ عقرب ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ جُمادی‌الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت پکتیا برای شماری از مالکان گلخانه‌ها پمپ‌های اسپری دواهای نباتی توزیع کرد.
مولوی سید امین هاشمی، رئیس ریاست زراعت، آبیاری و مالداری پکتیا گفت که این کمک‌ها به آن دسته از مالکان گلخانه‌ها داده شده است که با ریاست زراعت همکاری داشته و جواز رسمی فعالیت دارند.
به گفته مولوی هاشمی، این اقدام به هدف حفاظت از گلخانه‌ها و بهبود صحت نباتی انجام شده تا مالکان گلخانه‌ها بتوانند امور زراعتی خود را به‌صورت معیاری و مؤثر پیش ببرند.
این کمک‌ها می‌تواند نقش مهمی در تشویق دهقانان و افزایش کیفیت محصولات زراعتی ایفا کند.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۱۶:۷
Background image

هېواد کې د وچو مېوو د تولید او کیفیت لوړوالی؛ له کندهار څخه صادرات ۵ زره مټریک ټنو ته رسېږي


۱۵ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د هڅو او پروګرامونو په پایله کې، چې په هېواد کې د وچو مېوو د کیفیت د ښه والي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۵:۱۳
Background image

د څړځايونو د سروې، تشخيص او ارزونې په موخه د کرنې وزارت پلاوی د هېواد شمال زون يو شمېر ولايتونو ته سفر وکړ 

۱۴ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۴ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له‌خوا یو تخنیکي پلاوی د هېواد شمالي ولایتونو (سمنګان، بلخ او سرپل) ته د څړځایونو د سروې، تشخیص او ارزونې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۵:۱۱
Background image

د بلخ شولګرې ولسوالی کې پر لسګونو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې 

۱۴ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۴ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، د دغه ولایت د شولګرې ولسوالی په کچه د «اکټېډ» مؤسسې په همکارۍ د ۱۶۰. . .

بازگشت