د روزګان ولایت د دهراوود ولسوالی د مانده لالی آغا چکدېم رغنیزې چارې پیل شوې

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۵:۱۴
د روزګان ولایت د دهراوود ولسوالی د مانده لالی آغا چکدېم رغنیزې چارې پیل شوې

۲۸ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۷ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د روزګان ولایت د دهراوود ولسوالی د مانده لالی آغا چکدېم رغنیزې چارې؛ کرونده کې د اوبو د تنظیم او د اوبولګولو د نویو ټکنالوژیو رییس مولوي معاذالله عادل، د هغه د مل پلاوي، د روزګان د کرنې ریاست استازو، د دهراوود ولسوالی د استازو او سیمه‌ییزو مشرانو په حضور کې په رسمي ډول پرانیستل شوه.
یاده پروژه ۴۸ متره اوږدوالی او ۶ متره لوړوالی لري، او د نږدې ۵۲ زره او ۵۰۰ مترمکعب اوبو د زېرمه کول وړتیا لري. د دې پروژې قرارداد له یوه خصوصي شرکت سره د ۲ میلیونه او ۴۶۱ زره او ۵۳۰ افغانیو په ارزښت لاسلیک شوی، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي بودیجې له لارې تمویلېږي. ټاکل شوې ده، چې دا پروژه به د درو میاشتو په موده کې بشپړه شي.
د دې پروژې د پلي کېدو موخه د ځمکې لاندې اوبو د پیاوړتیا په پار د موسمي اوبو زېرمه کول، د کاریزونو او د اوبولګولو سرچینو پیاوړتیا، د سېلابونو او د خاورې د فرسایش مخنیوی، د اقلیمي بدلونونو د اغېزو مدیریت، او سیمه‌ییزو خلکو لپاره د کاري فرصتونو رامنځته کول دي.
د سیمې اوسېدونکو د یادې پروژې له پرانستې خوښي څرګنده کړه او له مسؤلینو یې وغوښتل، چې د اوبولګولو په برخه کې د لا ډېرو پروژو د پلي کېدو لپاره هڅې زیاتې کړي، څو بزګران وکولای شي خپلې کرنیزې ځمکې پراخې کړي، د حاصلاتو کچه لوړه او د خپلو کورنیو اقتصادي وضعیت ښه کړي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۹:۱۳
Background image

کونړ کې د دوبني نباتاتو د کروندې ورځ ولمانځل شوه

۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کونړ ولایت په سالار‌باغ څېړنیز فارم کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‎اې‌او» په همکارۍ د دوبني نباتاتو د کروندې ورځ ولمانځل شوه،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۹:۱۳
Background image

د کرنې وزارت تخنیکي پلاوي په کابل کې د وزارت د پروژو د پلي کېدو له بهیر څخه څارنه وکړه

۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د تخنیکي ټیم پلاوي، چې مشري یې د کرنیزو زېربناوو رئیس محمد عیسی کارګر کوله، د کابل ولایت په اړوندو سیمو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۶:۴۱
Background image

د ننګرهار سپین غر کې د ایستوي کانال جوړولو چارې په چټکۍ روانې دي


۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ، د «اکټېډ» مؤسسې له لوري د سپین غر ولسوالی د کوشتل کلي د ایستوي کانال د جوړولو. . .

بازگشت