لغمان کې د کرنیزو توکو ۲۶ وړې سړې خونې جوړیږي

content_admin
شنبه ۱۳۹۸/۱۰/۷ - ۱۴:۳۱
 لغمان کې د کرنیزو توکو ۲۶ وړې سړې خونې جوړیږي

۷ مرغومی ۱۳۹۸
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د لغمان ولایت بزګرانو لپاره د پیازو، کچالو او نورو کرنیزو توکو ۲۶ وړې سړې خونې جوړوي.
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس محمد جمیل خوشحال وایي، چې د کرنیزو توکو یاد سړې خونې ددې ولایت په مرکز مهترلام او د قرغه یي او علیشینګ په ولسوالیو کې جوړیږي.
ښاغلی خوشحال وویل، چې د کرنیزو توکو دغه جوړېدونکي سړې خونې د ۵-۷ او ۱۰-۱۵ ټنه کرنیزو توکو د ساتنې په ظرفیت جوړیږي.
د ښاغلی خوشحال په خبره ددغو سړوخونو د جوړولو ټولیز لګښت ۶.۵۵ میلیونه افغانۍ ده، چې د جوړولو چارې به یې تر یوه کاله بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.
د لغمان دکرنې رییس وایي، چې د پيازو او کچالو د سړو خونو په جوړېدو سره به د بزګرانو ستونزې هوارې او کال دوولس میاشتې به په مارکېټونو کې پیاز او کچالو په مناسبه بیه وموندل شي .
ددې ترڅنګ بزګرانو او د پیازو او کچالو سوداګر د یادو سړوخونو په جوړیدو خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه، چې تر دې وړاندې د سړو خونو د نشتوالي له امله یې پياز او کچالو په ارزانه بیه پلورل کېدل، چې هم دوی ته هم بزګرانو ته یې زیان ډېر و.
باید وویل شي، چې په دې وروستیو کلونو کې د کرنې، ابولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا بزګرانو او سوداګرو ته د اسانتیاوو برابرولو په پار د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د پیازو او نورو سبو او مېوو د زېرمه کولو او ساتلو په موخه لسګونه سړې خونې جوړې شوي دي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۲:۱۷
Background image

د کرنې وزارت د بدیل معیشت رییس د کوکنارو د بدیل کښت پروژو د څارنې په پار کندز ته سفر وکړ

۲۳ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۳ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بدیل معیشت رییس عبدالخالق محجوب د کاري سفر په ترڅ کې کندز ولایت ته لاړ، څو د کوکنارو د بدیل کښت د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۰:۱۷
Background image

د مالدارۍ سکټور پیاوړتیا په پار هڅې؛ د لښکرګاه بولان کې حیواني کلینیک ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲۳ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۳ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ او حیواني روغتیا امریت له لوري، د مرکز لښکرګاه بولان په سیمه کې یو باب. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۹:۱۷
Background image

د جلال آباد ښار نهمه ناحیه کې د یو چکډېم د جوړولو چارې پیل شوې

۲۳ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۳ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د جلال آباد ښار نهمې ناحیې غازي امان الله ښار ګوټي ترڅنګ د باراني اوبو زېرمه کولو او د ځمکي لاندې اوبو سطحې لوړولو په موخه د درې نیم. . .

بازگشت