خوست کې ۱۵۰ بزګرانو ته د اقلیمي بدلون په اړه د پوهاوي پروګرامونه ترسره شول

mail-admin
شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۲ - ۱۱:۵۵
خوست کې ۱۵۰ بزګرانو ته د اقلیمي بدلون په اړه د پوهاوي پروګرامونه ترسره شول

۲۲ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۰ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
په خوست ولایت کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت اړوند «د کرنې او مالدارۍ سکټور د اقلیمي بدلونونو سره د سازښت ریاست» له لوري، د مرکز او څلورو ولسوالیو (نادرشاه کوټ، تڼی، صبری او شېرعلي) ۱۵۰ بزګرانو ته د اقلیمي بدلون په اړه پوهاوي پروګرامونه ترسره شول.
یاد پروګرامونه د یاد ریاست د کلني پلان یوه برخه ده، چې له مخې یې په ټول هېواد کې د ۱۴ ولایتونو په کچه، نږدې ۲۱۰۰ بزګرانو ته د اقلیمي بدلون په اړه د عامه پوهاوي ښوونیز پروګرامونه عملي کېږي.
په خوست کې د پروګرامونو پر مهال د سیمې د کلي ملا امامانو، ملکانو او بزګرانو پراخه ونډه اخیستې وه. د کرنې وزارت د یاد ریاست آمر انجنیر جاوید امین وویل، چې ګډونوالو ته د خوست د اقلیمي وضعیت، د اقلیم او اقلیمي بدلون، د بدلون عواملو، پر کرنه او مالدارۍ د اغېزو، د سازګارۍ لارو چارو او د مخکیني خبراوي سیستم په اړه تفصیلي معلومات وړاندې شول.
ښاغلي امین زیاته کړه، چې د دغو پروګرامونو په ترڅ کې له اقلیمي بدلون سره د سازښت او مبارزې او نورو چاپېریالي پېښو په اړه ګډونوالو ته معلوماتي پرېزنټېشنونه وړاندې شول.
همدارنګه د یاد ریاست د طبیعي پېښو د ارزونې او مډلنګ متخصص انجنیر دواجان همت وویل، چې ګډونوال د پروګرامونو له ترسره کېدو خوښ دي او باور لري، چې دا ډول پروګرامونه د کرنیزو زیانونو د کمولو او د بزګرانو د عملي مهارتونو د لوړولو لپاره اغېزناک تمامېږي. هغه زیاته کړه، چې پروګرام د اجنډا سره سم په بریالیتوب سره پای ته ورسېد.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت اړوند «د کرنې او مالدارۍ سکټور د اقلیمي بدلونونو سره د سازښت ریاست» وایي، چې د بزګرانو د پوهاوي لوړول یې د کلني پلان له مهمو لومړیتوبونو څخه دي او دا پروګرامونه د ټولنې د ګډې مبارزې او سازګارۍ په پیاوړتیا کې مهم رول لري.

۱۵۰دهقاندر خوست از برنامه‌های آگاهی دی درباره تغییرات اقلیمی بهره‌مند شدند
۲۲ سنبله ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۰ ربیع‌الاول ۱۴۴۷ هـ.ق
در ولایت خوست، از سوی «ریاست سازگاری بخش زراعت و مالداری با تغییرات اقلیمی» وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، برای ۱۵۰دهقان در مرکز و چهار ولسوالی (نادرشاه‌کوت، تنی، صبری و شیرعلی) برنامه‌های آموزشی و آگاهی‌بخشی درباره تغییرات اقلیمی برگزار شد.
این برنامه‌ها بخشی از پلان سالانه آن ریاست است که بر اساس آن، در سطح ۱۴ ولایت کشور، نزدیک به ۲۱۰۰دهقان از طریق برنامه‌های آموزشی عمومی درباره تغییرات اقلیمی آگاه‌سازی می‌شوند.
در جریان برنامه‌ها در خوست، ملا امامان، بزرگان و دهقانان منطقه حضور گسترده‌ای داشتند. انجنیر  جاوید امین، آمر  آن ریاست، گفت که به شرکت‌کنندگان اطلاعات تفصیلی درباره وضعیت اقلیمی خوست، اقلیم و تغییرات اقلیمی، عوامل تغییرات، تأثیرات آن بر زراعت و مالداری، راه‌های سازگاری و سیستم‌های هشدار پیشین ارائه شد.
آقای امین افزود که در طول این برنامه‌ها، ارائه‌های اطلاعاتی درباره سازگاری و مقابله با تغییرات اقلیمی و سایر پدیده‌های محیط‌زیستی به شرکت‌کنندگان ارائه شد.
همچنین، انجنیر  دواجان همت، متخصص ارزیابی و مدل‌سازی پدیده‌های طبیعی در آن ریاست، گفت که شرکت‌کنندگان از برگزاری برنامه‌ها رضایت دارند و معتقدند این نوع برنامه‌ها در کاهش خسارات زراعتی و افزایش مهارت‌های عملی کشاورزان مؤثر است. او تأکید کرد که برنامه مطابق با اجندا با موفقیت به پایان رسید.
ریاست سازگاری بخش زراعت و مالداری با تغییرات اقلیمی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری می‌گوید که ارتقای آگاهی کشاورزان یکی از اولویت‌های مهم پلان سالانه آن است و این برنامه‌ها نقش مهمی در تقویت مبارزه جمعی و سازگاری جامعه ایفا می‌کنند.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۱۴:۲۲
Background image

بزګرانو ته د بدیلو معیشتونو رامنځته کولو په پار هلمند کې د څاڅکې اوبولګولو د پروژې پرانیسته

۱۷ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د افغانستان اسلامی امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت هغو بزګرانو ته چې د کوکنارو له کرکیلې څخه لاس اخیستی او د بدیلو کښتونو پر لور یې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۱۴:۲۲
Background image

غزني کې ۸۴ بزګرانو ته د انجې نیالګي او کرنیز وسایل ووېشل شول

۱۷ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د غزني ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنې وزارت په مالي مرسته، د دغه ولایت د اندړ، ګیلان، مقر، ناوه او خواجه عمري ولسوالیو ۸۴. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۱۴:۱۳
Background image

کندهار کې نږدې ۱۳۰ زره څاروي د ریخک او پروتوزوایي ناروغیو پر وړاندې واکسین شوي

۱۷ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د هڅو په نتیجه کې، د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ او د هالنډ کمیټې په تخنیکي همکارۍ د کندهار په. . .

بازگشت