میدان وردګو کې د ګیلاسو بڼونه جوړېږي

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۸ - ۹:۳۸
میدان وردګو کې د ګیلاسو بڼونه جوړېږي

د میدان وردګو ولایت  دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چاروکي وایي، چې په دې ولایت کې یوشمېر بڼوالو ته د ګیلاسو معیاري بڼونه جوړېږي.
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې یاد بڼونه د نشه یي توکو بدیلو پروګرامونو له لارې پلي کیږي او هڅه کوي د نشه یي توکو مخنیوي په موخه لوړ حاصل ورکوونکي (متراکم )  نور بڼونه هم جوړ کړي.
د چارواکو په خبره دبڼونو کرلو لپاره هر بڼوال ته  نیالګي او د بڼ جوړولو اړین توکي ورکول کېږي، چې په نږدې راتلوونکي کې به په بڼونو کې د پایو او لینونو نصبولو چارې هم پیل شي.
ددغو بڼونو د جوړولو لپاره د داوطلبۍ چارې هم ترسره شوې، چې ګټونکی کس اعلان او ژر تر ژر به یې د جوړولو چارې پیل شي.
دغه راز  بڼوالو ته په بڼونو د کرنیزو عملیو ترسره کولو، اوبو لګولو، سرې استعمال، هرزه وښو کنټرول او نورو اړونده برخو کې عملي او نظري روزنه هم ورکړل شوې ده او په راتلوونکي کې به هم د حاصل ټولولو، بسته بندۍ، سورت بندۍ او نورو برخو کې روزنه ورکړل شي.

ایجاد باغ‌های گیلاس در میدان وردگو
مسئولان ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت میدان وردگو اعلام کردند که برای شماری از باغداران این ولایت باغ‌های استاندارد گیلاس ایجاد می‌شود.
به گفته مسئولان، این باغ‌ها از طریق برنامه‌های جایگزینی محصولات نشه‌آور ایجاد شده و تلاش می‌شود تا برای جلوگیری از کشت مواد مخدر، باغ‌های پرمحصول (متراکم) بیشتری نیز ساخته شود. برای هر باغدار نهال و وسایل مورد نیاز برای ایجاد باغ ارائه می‌شود و به زودی نصب پایه‌ها و لوله‌های آبیاری نیز آغاز خواهد شد.
همچنین فرآیند مناقصه برای ایجاد این باغ‌ها انجام شده و برنده اعلام گردیده و به زودی عملیات ساخت آغاز خواهد شد. علاوه بر این، باغداران در زمینه انجام عملیات زراعتی، آبیاری، استفاده از کود، کنترل علف‌های هرز و سایر فعالیت‌های مربوط، آموزش نظری و عملی دریافت کرده و در آینده نیز در زمینه برداشت محصول، بسته‌بندی و فرآوری آموزش خواهند دید.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

د کرنې وزارت د پراختیایي پروژو د تطبیق پر چټکتیا ټینګار وشو

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي پروژو د تطبیق بهیر د چټکتیا په موخه غونډه د یاد وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۵۷
Background image

د پکتیکا مرکز ښرنه کې پر لسګونو بزګرانو د سبو او مېوو وچولو ماشینونه ووېشل شول

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د پکتیکا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي او د «اکشن اېډ» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۳۲
Background image

کندهار کې د ۱.۳ میلیونه ډالرو په ارزښت د کوکنارو بدیل کښتونو پروژه بشپړه شوه؛ زرګونه بزګران او مالداران تر پوښښ لاندې راغلل

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کندهار ولایت په څلورو ولسوالیو کې د ۱.۳ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت د کوکنارو بدیل کښتونو د پراختیا او د بزګرانو او مالدارانو د. . .

بازگشت