د بلخ شولګرې ولسوالی کې۲۱ مالدارانو ته د شېدو راټولولو کيټونه ووېشل شول

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۳ - ۱۱:۱۶
د بلخ شولګرې ولسوالی کې۲۱ مالدارانو ته د شېدو راټولولو کيټونه ووېشل شول

۲۳ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۰ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
د بلخ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت، د هالنډ کمېټې  په همکارۍ، ددې ولایت د شولګې ولسوالی ۲۱ مالدارانو ته د شېدو راټولولو معياري کيټونه ووېشل.
په هر کيټ کې یو د شېدو د انتقال ډرم، یو د شېدو لوشلو ستل او یوه ۱۰ کیلوګرامه منرالي خښته شامله وه. یادې مرستې د دې لپاره دي، چې مالداران وکولای شي خپلې شیدې په پاکو او معیاري لوښو کې ولوشي او د شېدو ټولولو مرکزونو ته یې انتقال کړي.
په دې سره به له یوې خوا د شېدو مصرفوونکو ته پاکې او خوندي شیدې ورسېږي، او له بلې خوا به مالداران د شېدو د ساتنې او انتقال په معیاري طریقو بلد شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۴:۳۱
Background image

ننګرهار کې ۴۰۰ زره غټو څارویو ته د پوستکي د دانو ناروغۍ واکسین پلې کېږي


٢٢ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٩ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
ننګرهار ولایت کې د مالدارۍ سکتور د پیاوړتیا او د غټو څارویو د پوستکي د دانو ناروغۍ د مخنیوي په موخه ۴۰۰ زره دوزه واکسین د غواګانو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۱:۳۶
Background image

کونړ  کې ۶۵ بزګرانو ته د جوارو، لوبیا او شولو ننداریزو کروندو لپاره د کرنیزو توکو وېش

٢۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیايي بودیجې په چوکاټ کې، د کونړ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو خدماتو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۸:۳۰
Background image

د افغانستان د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو له نړۍوال نندارتون څخه د ایراني پلاوي لیدنه 

۲۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۸صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د ایران د اسلامي جمهوریت لوړپوړي پلاوي، چې مشري یې د ایران د کرنې جهاد وزیر غلامرضا نوري قزلجه کوله، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت. . .

بازگشت