د کرنې وزارت د اراضۍ رياست لخوا امارتي شرکتونو عمومي رياست ته ځمکه ولېږدول شوه

user-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۰ - ۱۸:۳۸
د کرنې وزارت د اراضۍ رياست لخوا امارتي شرکتونو عمومي رياست ته ځمکه ولېږدول شوه


۲۰ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۷ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست کې جوړه شوې غونډه کې، چې د اراضۍ لوی ریاست د ځمکو د انتقال او وېش رییس مولوي سید محمد سعيد او او د امارتي شرکت د هوټلونو سوداګریز او عملياتي رييس ډاکټر نصرت الله نصرت ګډون درلود؛ د کرنې وزارت د اراضۍ رياست لخوا امارتي شرکتونو عمومي رياست ته ځمکه ولېږدول شوه.
ياده ځمکه د امارتي شرکتونو عمومي رياست په وړانديز او د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د حکم په اساس د اراضۍ رياست لخوا یادې ادارې ته د کندهار ولایت ارغنداب او خاکرېز ولسوالیو کې په (۱۰۷) جريبه ځمکه باندې د هوټلونو د جوړولو په موخه انتقال شوه.
د یادې ځمکې لېږد ټړون د کرنې وزارت د اراضۍ ادارې د ځمکو د انتقال او وېش رييس مولوي سيد محمد سعید او د امارتي شرکت د هوټلونو سودګریز او عملياتي رييس ډاکټر نصرت الله نصرت  ترمنځ لاسلیک شوه.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۹:۳۸
Background image

دهلمند نادعلي کې یوشمېر مالداران وروزل شول

۱۸ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت تخنیکي پلاوي د هلمند ولایت نادعلي ولسوالی د بېلابېلو سیمو ۳۰ تنو مالدارانو ته د حیواناتو د تغذیې، درملنې،. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۸:۵۷
Background image

د کندهار درو ولسوالیو کې پر ۷۶۳ بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۱۸ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅه او له جرمونو او مخدره توکو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې دفتر (یو.ان.او.ډې.سي) په مالي. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۱۴:۲۲
Background image

بزګرانو ته د بدیلو معیشتونو رامنځته کولو په پار هلمند کې د څاڅکې اوبولګولو د پروژې پرانیسته

۱۷ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د افغانستان اسلامی امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت هغو بزګرانو ته چې د کوکنارو له کرکیلې څخه لاس اخیستی او د بدیلو کښتونو پر لور یې. . .

بازگشت