د کرنې وزارت او په افغانستان کې د ناروې دفتر ترمنځ د همکاریو پر دوام ټینګار

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۳۰ - ۱۵:۷
د کرنې وزارت او په افغانستان کې د ناروې دفتر ترمنځ د همکاریو پر دوام ټینګار

۳۰ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پروګرامونو دهمغږۍ او پلان لوی ریییس مولوي عبدالغفور په مشرۍ، په افغانستان کې د ناروې د دفتر «ان،سي،اې» له مسؤلینو او د یاد دفتر د کرنې له متخصصینو سره د کرنې وزارت په مقر کې همغږیزه او تخنیکي ناسته ترسره شوه.
په دغه لیدنه کې د کرنې وزارت د پلان لوی رییس د کرنیزو چارو د پراختیا په برخه کې د ناروې د دفتر له همکاریو او هڅو څخه مننه وکړه او د کرنیز سکتور د لا پراختیا لپاره یې د دغو همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.
د ناستې پر مهال د ناروې دفتر مسؤلینو څرګنده کړ،ه چې د دوی پنځه کلن پلان د کرنې وزارت د لومړیتوبونو سره په همغږۍ چمتو شوی او په لومړي پړاو کې به په کونړ، کندز، میدان وردګ او کابل ولایتونو کې پلي شي. همدارنګه وویل شول، چې د مالي سرچینو د زیاتېدو په صورت کې به د یاد دفتر فعالیتونه نورو ولایتونو ته هم وغځېږي.


تأکید بر تداوم همکاری‌ها میان وزارت زراعت و دفتر ناروی در افغانستان
۳۰ سرطان ۱۴۰۴ هـ.ش
نشستی هماهنگی و تخنیکی به رهبری مولوی عبدالغفور، رئیس عمومی پلان و هماهنگی برنامه‌های وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، با مسئولین عمومی دفتر ناروی در افغانستان (NCA) و کارشناسان بخش زراعت این نهاد، در مقر وزارت زراعت برگزار شد.
در این دیدار، رئیس عمومی پلان وزارت زراعت از همکاری‌ها و تلاش‌های دفتر ناروی در بخش توسعه زراعت قدردانی کرد و بر تداوم این همکاری‌ها به‌منظور رشد سکتور زراعتی در افغانستان تأکید ورزید.
در جریان جلسه، مسئولان دفتر ناروی اعلام کردند که پلان پنج‌ساله این نهاد در هماهنگی با اولویت‌های وزارت زراعت تهیه شده و در گام نخست در ولایات کنر، کندز، میدان‌وردگ و کابل به اجرا گذاشته می‌شود. همچنان گفته شد که با تأمین بودجه بیشتر، دامنه فعالیت‌های این نهاد به سایر ولایات نیز گسترش خواهد یافت.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۴ - ۱۷:۴
Background image

کرنې وزارت کې د بیرغ د پورته کولو مراسم ترسره شول

۲۴ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
 د کابل د فتحې د پنځمې کلیزې په مناسبت، د افغانستان اسلامي امارت د بیرغ د پورته کولو مراسم د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د رهبرۍ په حضور کې د دغه وزارت په انګړ کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۴:۳۱
Background image

ننګرهار کې ۴۰۰ زره غټو څارویو ته د پوستکي د دانو ناروغۍ واکسین پلې کېږي


٢٢ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٩ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
ننګرهار ولایت کې د مالدارۍ سکتور د پیاوړتیا او د غټو څارویو د پوستکي د دانو ناروغۍ د مخنیوي په موخه ۴۰۰ زره دوزه واکسین د غواګانو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۱:۳۶
Background image

کونړ  کې ۶۵ بزګرانو ته د جوارو، لوبیا او شولو ننداریزو کروندو لپاره د کرنیزو توکو وېش

٢۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیايي بودیجې په چوکاټ کې، د کونړ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو خدماتو. . .

بازگشت