د کرنې وزارت د مشرتابه او چینایي پلاوي ترمنځ د درېیو سړو خونو د جوړولو په اړه مشورتي غونډه

user-admin
شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۴ - ۹:۲۹
د کرنې وزارت د مشرتابه او چینایي پلاوي ترمنځ د درېیو سړو خونو د جوړولو په اړه مشورتي غونډه

۱۴ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۹ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د درېیو سړو خونو د جوړولو د لا همغږۍ په موخه یوه مشورتي غونډه په کابل کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اوبو لګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوي باز محمد فیضان په مشرۍ د وزارت د انجنیرانو او سلاکارانو او د چین سفارت او حکومت د استازو په شتون کې ترسره شوه.
په یاده ناسته کې د سړوخونو د جوړونې د پروژې تخنیکي او تطبیقي اړخونه وڅېړل شول. د اوبو لګولو او طبیعي سرچینو مرستیال د چینایي پلاوي له همکاریو څخه د مننې ترڅنګ وویل، چې د دغو سړوخونو د جوړولو د موقعیتونو تثبیت، سروې او ارزونې د افغان پلاوي په همکارۍ بشپړې شوې دي او تمه ده، چې ډېر ژر به یې عملي کار پیل شي.
نوموړي زیاته کړه، چې د افغانستان اسلامي امارت د یادې پروژې هرکلی کوي او هیله لري، چې پلي کېدل به یې د کرنیزو بنسټونو د پیاوړتیا او د کرنیزو محصولاتو د ضایعاتو د کموالي په برخه کې مهم ګام وي.
د یادونې وړ ده، چې څو ورځې وړاندې یو چینایي انجینري پلاوی افغانستان ته سفر کړی و او د سیمه ییزو ارزونو وروسته یې په کابل او بلخ ولایتونو کې د درېیو سړوخونو د جوړولو لپاره موقعیتونه وټاکل، چې د هر یو  ټولیز ظرفیت یې ۱۵ زره ټنو ته رسېږي. تمه ده، چې دغه سړې خونې به د کرنیزو محصولاتو په معیاري ساتنه کې مهم رول ولوبوي او د بزګرانو لپاره د خرڅلاو بازار ته د لا ښه لاسرسي زمینه برابره کړي.


نشست مشورتی رهبری وزارت زراعت با هیئت چینایی درباره اعمار سه باب سردخانه
۱۴ سرطان ۱۴۰۴ هـ.ش
نشست مشورتی به هدف هماهنگی بیشتر برای اعمار سه باب سردخانه در ولایات مختلف کشور، امروز تحت سرپرستی مولوی بازمحمد فیضان، معین آبیاری و منابع طبیعی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، با حضور انجینران و مشاوران وزارت و هیئتی از نمایندگان سفارت و حکومت چین در کابل برگزار گردید.
در این نشست، روی جوانب تخنیکی و اجرایی پروژه اعمار سردخانه‌ها بحث صورت گرفت. معین آبیاری و منابع طبیعی ضمن قدردانی از همکاری هیئت چینایی، گفت که بررسی‌ها، سروی و مشخص‌سازی موقعیت‌های اعمار این سردخانه‌ها با همکاری هیئت افغانی انجام شده و اکنون انتظار می‌رود که کار عملی ساخت آن‌ها در آینده نزدیک آغاز گردد.
وی افزود که امارت اسلامی افغانستان از این پروژه استقبال می‌کند و امیدوار است که تطبیق آن گامی مهم در راستای رشد زیرساخت‌های زراعتی و کاهش ضایعات محصولات باشد.
قابل ذکر است که هیئتی از انجینران چینایی چندی پیش به افغانستان سفر نموده و پس از بررسی‌های میدانی، سه موقعیت را در ولایت های کابل و بلخ  جهت اعمار سردخانه‌ها با ظرفیت هر سردخانه  ۱۵ هزار تن مشخص ساختند. این سردخانه‌ها نقش مهمی در نگهداری معیاری محصولات زراعتی خواهند داشت و زمینه بهترسازی بازار فروش برای دهقانان را فراهم می‌سازند

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۴ - ۱۱:۳۸
Background image

د لغمان دوو ولسوالیو کې د څارویو د طبق ناروغۍ د درملنې او د کانګو ناروغۍ د مخنیوی کمپاین پیل شو

۱۴ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۹ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
دلغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوي عبدالستار محمد په داسې حال کې، چې د هالینډ کمیټې ولایتي مسؤل ډاکټرمحمدبیدار سیرت او. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۴ - ۱۰:۲۰
Background image

د بلخ چهاربولک ولسوالی کې یوشمېر بڼوالو سره د کرنیزو توکو مرسته وشوه

د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د پاملرنې مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت د چهاربولک ولسوالی ۱۰۴بڼوالو سره دکرنیزو توکو او درملو مرسته ترسره شوه.
ددغو مرستو په ترڅ کې د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۴ - ۱۰:۱۷
Background image

د کندهار پنجوايي ولسوالی کې بزګرانو او مالدارانو ته د سپما او خپلمنځي ملاتړ روزنیز پروګرام پیل شو

د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د هڅو په پایله کې، د اسلامي هوساینې مؤسسې (آی. آر) په مالي ملاتړ او د پنجوايي ولسوالی د کرنې او مالدارۍ مسؤلینو تر څارنې لاندې، د یادې. . .

بازگشت