ننګرهار کې دچرګانو ددانې کیفیت لوړولو په موخه دهمغږۍ ناسته ترسره شوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۹ - ۱۰:۲۴
ننګرهار کې دچرګانو ددانې کیفیت لوړولو په موخه دهمغږۍ ناسته ترسره شوه

۹ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۴ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن د ننګرهار ولایت په کې دچرګانو ددانې تولیدوونکو شرکتونو او چرګانو ټولنې مسؤلینو سره د دانې د کیفیت لوړولو او کرنې وزارت د کړنلارو مطابق د اجرااتو ترسره کولو  په موخه ناسته ترسره کړه.
د ننګرهار د کرنې رییس مولوي محمد ولي محسن تولیدوونکو ته د باکیفته دانې تولید، پر بوجیو لیبل وهلو، د معیاري ګودامونو جوړولو، کیمیاوی موادو لپاره سړې خونې جوړولو او مجهز لابراتوار برابرولو سپارښتنې وکړې.
همدارنګه د فابریکې مسؤلینو خپلې ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه د ننګرهار د کرنې رییس سره شریکې کړې؛ چې د ستونزو حل ډاډ ورکړل شو.
دغه راز د فابریکو مسؤلینو څخه د باکیفیته دانې تولید او لیبل په برخه کې استحضاري هم  واخیستل شوه.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۴:۳۱
Background image

ننګرهار کې ۴۰۰ زره غټو څارویو ته د پوستکي د دانو ناروغۍ واکسین پلې کېږي


٢٢ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٩ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
ننګرهار ولایت کې د مالدارۍ سکتور د پیاوړتیا او د غټو څارویو د پوستکي د دانو ناروغۍ د مخنیوي په موخه ۴۰۰ زره دوزه واکسین د غواګانو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۱:۳۶
Background image

کونړ  کې ۶۵ بزګرانو ته د جوارو، لوبیا او شولو ننداریزو کروندو لپاره د کرنیزو توکو وېش

٢۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیايي بودیجې په چوکاټ کې، د کونړ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو خدماتو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۸:۳۰
Background image

د افغانستان د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو له نړۍوال نندارتون څخه د ایراني پلاوي لیدنه 

۲۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۸صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د ایران د اسلامي جمهوریت لوړپوړي پلاوي، چې مشري یې د ایران د کرنې جهاد وزیر غلامرضا نوري قزلجه کوله، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت. . .

بازگشت