ننګرهار کې نږدې ۳۳ زره څارویو ته د چنجیو ضد درملو د تطبیق چارې پیل شوې 

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۲ - ۹:۵۳
ننګرهار کې نږدې ۳۳ زره څارویو ته د چنجیو ضد درملو د تطبیق چارې پیل شوې 

۱۲ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۵ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو دافغانستان لپاره د هالینډ کمیټې په تخنیکي همکارۍ او د اروپایی ټولنې په مالي لګښت د ننګرهار ولایت په ۱۰ ولسوالیو کې څارویو ته دداخلي چنجیو ضد درملو د تطبیق چارې پیل شوې.
د ننګرهار د کرنې رییس مولوي محمدولي محسن وویل، چې د ننګرهار په  حصارک، شېرزاد، خوږیانو، سره رود، رودات، چپرهار، کوزکونړ، کامه، بهسود او دره نور  ولسوالیو  کې ۳۲ زره او ۹۰۰ راسه څارویو ته د چنجیو ضد درملو د تطبیق چارې پیل شوي دي.
 ښاغلي محسن وویل، چې د یادو درملو د تطبیق موخه په څارویو کې د داخلي پرازیتونو، چینجیو له منځه وړل، د محصولاتو زیاتوالي، د حیواناتو مړینې کچې کموالی او مالدارانو عاید لوړوالې په موخه ورکول کېږي.
دغه راز د هالینډ کمیټه په ننګرهار کې د درملو سربېره د هګیو چرګانو، حیوانې خوراکې وېش، حیوانې کلینیکونو، کوچني د خوراکې زېرمتونونو جوړولو او ګڼو نورو برخو کې هم د مالدارانو لاسنیوي کوي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۱ - ۱۲:۳۵
Background image

د خوست ګربزو ولسوالی کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وېشل کېږي

۱۱ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۱ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د خوست ولایت په ګربزو ولسوالی کې د کرنې ریاست په همکارۍ د (او.آر.ډي) مؤسسې له لوري د ۵۰۰ مستحقو بزګرانو د پېژندلو سروې روانه ده، څو هغوی ته. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۱ - ۱۲:۳۳
Background image

د پکتیکا دوو ولسوالیو کې پر ۱۰۰۰ بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کيمياوي سرې ووېشل شوې

۱۱ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۱ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له‌خوا، د اکشن اېډ موسسې په همکارۍ او ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې«اف.اې.او». . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۱ - ۹:۴۸
Background image

ننګرهار ته دکرنې وزیر سفر او دهېواد د ځنګلونو په ساتنه او بیارغونه یې ټینګا

۱۱ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۱ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزير مولوي عطاءالله عمري، د يوې لوړپوړې پلاوي په مشرۍ ننګرهار ولايت ته دخپل سفر په ترڅ. . .

بازگشت