د کندهار میانشین ولسوالی کې د ۵۴ زره ډالرو په لګښت څه باندې ۲۲ زره د اوبو کندې جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۶ - ۱۶:۲۶
د کندهار میانشین ولسوالی کې د ۵۴ زره ډالرو په لګښت څه باندې ۲۲ زره د اوبو کندې جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

۶غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۹ ذُوٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د هڅو په ترڅ کې، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف،اې،او» په مالي ملاتړ او د بشري خیریه مؤسسې«او،اچ،ډبلیو» په تخنیکي همکارۍ، د میانشین ولسوالۍ د کرنې او مالدارۍ مسؤلینو تر څارنې لاندې د ۵۴ زره امریکایي ډالرو په لګښت ۲۲ زره او ۲۷۵ د اوبو زېرمه کولو کندې جوړې او د ګټې اخیستنې په پار د سیمې خلکو ته وسپارل شوې.
د دغې پروژې د کیندنې چارې، چې ۴۰ ورځې یې دوام وکړ، لسګونو کسانو لپاره یې د کار زمینه هم برابره کړې وه، چې هر یو کارکوونکي ته یې د ۲۰۰ امریکایي ډالرو مزد ورکړل شو.
د اوبو یادې کندې به د باراني اوبو د زېرمه کولو، د ځمکې لاندې اوبو د سطحې د لوړولو او د کروندګرو او مالدارانو د اوبو ستونزو د حل لپاره ګټورې تمامې شي. دا پروژه نه یوازې د سیمې اقتصاد ته مثبته اغېزه لري، بلکې د کاري فرصتونو د برابرولو له لارې د خلکو ژوندانه ته هم پرمختیا ورکوي.
باید وویل شي، چې اوونۍ وړاندې هم د کندهار ولایت د نېش، بولدک، شاولیکوټ او خاکریز ولسوالیو کې  د کرنې ریاست تر چتر لاندې، د«اف،اې،او» په مالي ملاتړ او د «او،اچ،ډبلیو» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ، د ۱۶۸ زره ډالرو په لګښت زرګونه زره د اوبو کندې جوړې شوې وې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې وې.

تازه ترین اخبار

جمعه ۱۴۰۴/۳/۹ - ۱۲:۵۱
Background image

د کرنې وزارت مرستیال د اراضۍ کارکوونکو ته: مراجعینو سره ښه چلند او چارې په اخلاص ترسره کړئ

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ لوی ریاست کې د ۲۳ ولایتونو د ځمکو د آمرينو او عمومي مديرانو لپاره څلور ورځنی روزنيز ورکشاپ په لاره اچول شوی دی. دغه علمي او دیني پروګرام د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۸ - ۱۱:۳۴
Background image

خوست کې د کانګو وینه بهېدونکې تبې د مخنیوي کمپاین پیل شو

۸ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د خوست د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو؛ د ملګرو ملتونو د خوړو اوکرنې ادارې په مالي لګښت، د کانګو تبې وینه بهېدونکې ناروغۍ د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۸ - ۱۰:۵۲
Background image

د بزګرانو محصولاتو خوندیتوب په پارعملي ګامون؛ میدان وردګو کې معیاري سړه خونه جوړېږي

۸ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزو محصولاتو د خوندیتوب او بازار موندنې په برخه کې د خپلو هڅو په دوام، د میدان وردګ ولایت په مرکز. . .

بازگشت