بلخ کې د درخشان ګروپ د مالوچو او غوړیو شرکت سره، د ازبکستاني پلاوي ناسته دایره شوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۰ - ۱۴:۲۸
بلخ کې د درخشان ګروپ د مالوچو او غوړیو شرکت سره، د ازبکستاني پلاوي ناسته دایره شوه

۱۰ غویی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د ازبکستان جمهوریت یو پلاوي بلخ ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې، په بلخ ولسوالۍ کې د درخشان ګروپ د مالوچو او غوړیو شرکت له کارکوونکو سره ولیدل او خبرې یې ورسره وکړې.
په دې ناسته کې چې د دواړو هېوادونو د استازو په ګډون ترسره شوه، د مالوچو او غوړیو د تولید فعالیتونو د ښه‌والي او پراختیا او همداراز د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د دې برخې د سوداګرو ترمنځ د اړیکو د جوړېدو په اړه بحث او نظرونه تبادله شول.
د ازبکستان د کرنې وزارت مرستیال په دغه ناسته کې وویل، چې هېواد یې چمتو دی له افغان تولیدوونکو سره همکاري وکړي او هڅه به وکړي چې دوی له ازبک بزګرانو او سوداګرو سره ونښلوي. هغه دا هم زیاته کړه چې د اوبو په برخه کې هم همکارۍ ته چمتو دي او هڅه به وکړي چې د مالوچو په برخه کې د ازبکستان له شته تجربو د ګډو همکاریو لپاره ګټه پورته کړي.

نشست هیئت ازبکستان با شرکت پخته و روغن درخشان گروپ در بلخ برگزار شد
۱۰ ثور ۱۴۰۴ هـ.ش
هیئتی از جمهوری ازبکستان در جریان سفر به ولایت بلخ، با کارمندان شرکت پخته و روغن درخشان گروپ در ولسوالی بلخ دیدار و گفت‌وگو کردند.
در این نشست که با حضور نمایندگان دو کشور برگزار شد، روی بهبود و توسعه فعالیت‌های مربوط به تولید پخته و روغن، همچنان ایجاد ارتباط میان تاجران این بخش در افغانستان و ازبکستان بحث و تبادل نظر صورت گرفت.
معین وزارت زراعت ازبکستان در این نشست گفت که کشورش آماده همکاری با تولیدکنندگان افغان است و تلاش خواهد کرد تا آن‌ها را با دهقانان و تاجران ازبکستانی وصل نماید. وی همچنین افزود که در بخش آب نیز آماده همکاری بوده و از تجربه موجود در زمینه پخته برای همکاری‌های مشترک استفاده خواهند کرد.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۲ - ۱۵:۲۵
Background image

د بلخ نهرشاهي کې بزګرانو ته د زعفرانو د کرکیلې او حاصل ټولولو روزنه ورکړل شوه

۲۲ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۰ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د بلخ دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د لاس په لاس موسسې په همکاري د دې ولایت د نهرشاهي ولسوالی په شهرک ترکمنیه، اوته قل او سیاه‌ګرد. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۲ - ۱۴:۴۰
Background image

هلمند ولایت ته د عشر او زکات د تنظیم لوی رییس سفر 

۲۲ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۰ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د عشر او زکات  د تنظیم لوی رییس مولوي ندامحمد عابد د خپل کاري سفر په ترڅ کې هلمند ولایت کې د عشر چارې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۲ - ۱۴:۳۸
Background image

د پکتیکا ولایت د ځنګلاتو د ساتنې لپاره ګډې کمیټې جوړې شوې

۲۲ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۰ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
پکتیکا کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مشرتابه د لارښوونې او د ریاست‌الوزراء د مقام د هدایت پر بنسټ، په هغو سیمو کې چې شنه. . .

بازگشت