د ایران د کرنې جهاد له وزیر سره د افغانستان د کرنې وزارت د مرستیال لیدنه؛ د کرنې او مالدارۍ د همکاریو پر پراختیا ټینګار

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۰ - ۱۴:۱۰
د ایران د کرنې جهاد له وزیر سره د افغانستان د کرنې وزارت د مرستیال لیدنه؛ د کرنې او مالدارۍ د همکاریو پر پراختیا ټینګار

۱۰ غویی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال، مولوي صدر اعظم عثماني، تهران ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې، د ایران د اسلامي جمهوریت د کرنې جهاد له وزیر، غلامرضا نوري قزلجه سره وکتل او د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په برخو کې یې د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې.
په دغه لیدنه کې چې د ایران د کرنې جهاد وزارت د چارواکو او په تهران کې د افغانستان د سفیر مولوي فضل محمد حقاني په حضور کې ترسره شوه، د ایران د کرنې جهاد وزیر د ګډو کرنیزو همکاریو د پیل او پیاوړتیا لپاره د خپل هېواد لېوالتیا څرګنده کړه. هغه د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډ کرنیز کمېسیون د جوړېدو وړاندیز وکړ او زیاته یې کړه چې د دغه کمېسیون په چوکاټ کې د همکاریو د اسنادو ترتیب او لاسلیک کول کولای شي د دواړو هېوادونو اړیکې لا پیاوړې کړي. همداراز، ایران چمتووالی وښود چې افغانستان ته د کرنې په برخه کې تخنیکي او انجنیرۍ خدمتونه وړاندې کړي.
د افغانستان د کرنې وزارت مرستیال، د ایران له خوا صادراتي نندارتون (اکسپو ۲۰۲۵) ته د ګډون بلنه وستایله، او د تېرو درېیو کلونو په ترڅ کې د افغانستان او ایران ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو له پراختیا څخه خوښي وښوده. نوموړي وویل چې د دې بهیر دوام کولای شي د کرنې او مالدارۍ په سکتور کې د نویو ګډو پروژو زمینه برابره کړي. هغه همداراز د کرنیزو بنسټونو د پیاوړتیا په برخه کې د اسلامي امارت هڅو ته اشاره وکړه او د قوش‌تیپې کانال یې د دغو هڅو یو روښانه مثال وباله.
په دې ناسته کې دواړو لوریو د صنعتي کرنې پراختیا، د کرنیزو محصولاتو پانګونې او د خصوصي سکتور د پیاوړتیا په اړه هم بحث او نظرونه تبادله کړل او د کرنې او مالدارۍ په بېلابېلو برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.


دیدار معین وزارت زراعت افغانستان با وزیر جهاد کشاورزی ایران؛ تأکید بر توسعه همکاری‌های زراعتی و مالداری
۱۰ ثور ۱۴۰۴ هـ.ش
مولوی صدر اعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری امارت اسلامی افغانستان، در جریان سفر رسمی‌اش به تهران با غلامرضا نوری قزلجه، وزیر جهاد کشاورزی جمهوری اسلامی ایران دیدار و درباره گسترش همکاری‌های دوجانبه در حوزه زراعت، آبیاری و مالداری گفت‌وگو کرد.
در این دیدار که با حضور مسئولان وزارت جهاد کشاورزی ایران و مولوی فضل محمد حقانی، سفیر افغانستان در تهران برگزار شد، وزیر جهاد کشاورزی ایران از علاقمندی کشورش برای آغاز و تقویت همکاری‌های مشترک زراعتی خبر داد. وی پیشنهاد تشکیل کمیسیون مشترک زراعتی میان دو کشور را مطرح کرد و افزود که تنظیم و امضای اسناد همکاری در چارچوب این کمیسیون می‌تواند به تقویت روابط دو کشور کمک نماید. همچنین آمادگی ایران برای ارائه خدمات فنی و مهندسی در بخش زراعت به افغانستان مورد تأکید قرار گرفت.
معین وزارت زراعت افغانستان ضمن قدردانی از دعوت ایران برای شرکت در هفتمین نمایشگاه صادراتی (اکسپو ۲۰۲۵)، از رشد همکاری‌های اقتصادی و تجارتی میان افغانستان و ایران در سه سال اخیر ابراز رضایت کرد و گفت که ادامه این روند می‌تواند زمینه‌ساز پروژه‌های مشترک جدید در سکتور زراعت و مالداری باشد. او همچنان بر تلاش‌های امارت اسلامی در تقویت زیرساخت‌های زراعتی تأکید کرد و کانال قوش‌تیپه را به عنوان نمونه برجسته‌ای از این تلاش‌ها یادآور شد.
در این نشست، دو طرف روی توسعه زراعت صنعتی، سرمایه‌گذاری در محصولات زراعتی و تقویت سکتور خصوصی نیز بحث و تبادل نظر کردند و بر تداوم همکاری‌های دوجانبه در بخش‌های مختلف زراعتی و مالداری تأکید ورزیدند.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۳ - ۱۷:۱۱
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت: په هډې فارم ثمرخېلو قوریه کې د پالونیا قلمو روزنه بریالۍ پایله ورکړه


۱۳ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۰ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار وادي کرنیز شرکت د پالونیا ونو د ودې او پراخ ترویج په موخه یو مهم عملي او علمي ګام پورته کړی، چې د هډې فارم ثمرخېلو قوریه کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۳ - ۱۷:۱
Background image

ننګرهار ته د پاکستان هېواد څخه په غیر قانونې ډول د خوسکیو واردولو مخه ونیول شوه


۱۳ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۰ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار خوږیاڼو ولسوالی وزیرو تنګي کې یو تن د ۲۹ راسه یو کلنو خوسکیو سره ونیول شو چې د کرمې څخه یي په غیر قانوني لارو ننګرهار ته را. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۳ - ۱۵:۲۹
Background image

دهلمند مارجې ولسوالی بزګرانو ته د نباتي ناروغیو مخنیوی په اړه عامه پوهاوی ورکړل شو

۱۳ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۰ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو امریت اړوند د بوټو ساتنې او قرنطین عمومي مدیریت مسلکي کارکوونکو د مارجې. . .

بازگشت