د ازبکستان د دولت پلاوي د بلخ د شهیدانو له جومات او منار څخه لیدنه وکړه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۰ - ۱۴:۶
د ازبکستان د دولت پلاوي د بلخ د شهیدانو له جومات او منار څخه لیدنه وکړه

۱۰ غویی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د ازبکستان د جمهوري دولت یوه پلاوي بلخ ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د بلخ ولایت حیرتان سړک ته څېرمه د اسلامي امارت د لومړۍ دورې د شهیدانو جومات او منار څخه لیدنه وکړه او د هغه وخت د شهیدانو روح ته دعا وکړه.
په دې لیدنه کې یو شمېر ځایي اوسېدونکو د ۱۳۷۶ هـ.ش کال پر مهال د شاوخوا ۲۰۰ تر ۳۰۰ پورې د اسلامي امارت د غړو د شهادت څرنګوالي په اړه معلومات وړاندې کړل. د دوی په وینا، یاد کسان د هغه وخت د واکمنو ځواکونو له‌خوا بنديان او لاس تړلي په همدې لار کې په ډزو وژل شوي وو. د دې پېښې د یادګار په توګه په سیمه کې منار او جومات جوړ شوي دي.
همداراز، د ازبکستان د کرنې وزارت مرستیال ژمنه وکړه، چې د دې منار چاپېره سیمه به په نیالګیو اېښودلو سره شنه شي، او د څاڅکې اوبوخور سیستم به ورباندې ولګول شي.

هیئت دولت ازبکستان از منار و مسجد شهدای حیرتان در بلخ دیدن کرد
۱۰ ثور ۱۴۰۴ هـ.ش
هیئتی از دولت جمهوری ازبکستان در جریان سفر به ولایت بلخ، از منار و مسجد شهدای مربوط به دوره اول امارت اسلامی در جاده حیرتان دیدن کردند و به روح شهدای آن زمان دعا نمودند.
در این دیدار، شماری از باشنده‌گان محل در مورد چگونگی شهادت حدود ۲۰۰ تا ۳۰۰ تن از اعضای امارت اسلامی در سال ۱۳۷۶ هـ.ش معلومات ارایه کردند. به گفته آنان، این افراد توسط نیروهای حاکم وقت به گونهٔ اسیر و دست‌بسته در این مسیر تیرباران شده بودند. به یادبود از آن رویداد، منار و مسجدی در محل اعمار شده است.
همچنین، معین وزارت زراعت جمهوری ازبکستان در این بازدید وعده سپرد که اطراف این منار نهال‌شانی شده و به سیستم آبیاری قطره‌ای مجهز خواهد گردید.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۲ - ۱۵:۲۵
Background image

د بلخ نهرشاهي کې بزګرانو ته د زعفرانو د کرکیلې او حاصل ټولولو روزنه ورکړل شوه

۲۲ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۰ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د بلخ دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د لاس په لاس موسسې په همکاري د دې ولایت د نهرشاهي ولسوالی په شهرک ترکمنیه، اوته قل او سیاه‌ګرد. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۲ - ۱۴:۴۰
Background image

هلمند ولایت ته د عشر او زکات د تنظیم لوی رییس سفر 

۲۲ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۰ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د عشر او زکات  د تنظیم لوی رییس مولوي ندامحمد عابد د خپل کاري سفر په ترڅ کې هلمند ولایت کې د عشر چارې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۲ - ۱۴:۳۸
Background image

د پکتیکا ولایت د ځنګلاتو د ساتنې لپاره ګډې کمیټې جوړې شوې

۲۲ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۰ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
پکتیکا کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مشرتابه د لارښوونې او د ریاست‌الوزراء د مقام د هدایت پر بنسټ، په هغو سیمو کې چې شنه. . .

بازگشت