ایران اکسپو نړۍوال نندارتون کې د ګډون په موخه ایران ته د کرنې او مالدارۍ مرستیال سفر

mail-admin
شنبه ۱۴۰۴/۲/۶ - ۱۰:۴۰
ایران اکسپو نړۍوال نندارتون کې د ګډون په موخه ایران ته د کرنې او مالدارۍ مرستیال سفر

۶ غویی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۸ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د ایران د صادراتي وړتیاوو اووم نړیۍوال نندارتون «ایران اکسپو» کې د ګډون په موخه ایران ته سفر کړی دی.
یاد نندارتون چې د غویي له ۸مې تر ۱۲مې نېټې پورې د پنځو ورځو لپاره دوام کوي، هر کال د نړۍ څه‌باندې سلو هېوادونو د لوړپوړو چارواکو او سوداګرو کوربه‌ وي.
په دې رسمي سفر کې د کرنې د مرستیال ملتیا، د سوداګرۍ خونې مرستیال محمد یونس مومند، د کرنې او مالدارۍ خونې رییس خان محمد فروتن، د کرنې او مالدارۍ مرستیال تخنیکي سلاکار خلیل نورآقا صافی او ځیني کورني او بهرني پانګه‌وال کوي.
د دې سفر موخه د ایران د کرنیزو او حیواني محصولاتو او نوې صنعتي ټکنالوژۍ څخه لیدنه، له ایران مېشتو افغان سوداګرو سره د نظریاتو تبادله او د دوی هڅول چې په افغانستان کې پانګونه وکړي، د بهرنیو پانګه‌والو جلب، د کرنې او مالدارۍ سکتور وده، اقتصادي اړیکو پیاوړتیا او د کرنیزو محصولاتو د صادراتو او وارداتو په برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کول دي.
د کرنې او مالدارۍ مرستیال، د افغانستان د کرنې په برخه کې پراخو ظرفیتونو ته په اشارې سره، هیله څرګنده کړې چې دا سفر به د سوداګریزو اړیکو د پراخېدو او د لا زیاتو پانګونو د جلب لامل شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۴:۳۱
Background image

ننګرهار کې ۴۰۰ زره غټو څارویو ته د پوستکي د دانو ناروغۍ واکسین پلې کېږي


٢٢ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٩ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
ننګرهار ولایت کې د مالدارۍ سکتور د پیاوړتیا او د غټو څارویو د پوستکي د دانو ناروغۍ د مخنیوي په موخه ۴۰۰ زره دوزه واکسین د غواګانو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۱:۳۶
Background image

کونړ  کې ۶۵ بزګرانو ته د جوارو، لوبیا او شولو ننداریزو کروندو لپاره د کرنیزو توکو وېش

٢۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیايي بودیجې په چوکاټ کې، د کونړ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو خدماتو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۸:۳۰
Background image

د افغانستان د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو له نړۍوال نندارتون څخه د ایراني پلاوي لیدنه 

۲۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۸صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د ایران د اسلامي جمهوریت لوړپوړي پلاوي، چې مشري یې د ایران د کرنې جهاد وزیر غلامرضا نوري قزلجه کوله، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت. . .

بازگشت