د بخارا له تر ټولو سترې شنې خونې څخه  دکرنې وزیر لیدنه او د نباتي انساجو د تکثیر په برخه کې پر همکاریو ټینګار

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۸ - ۱۳:۲۶
د بخارا له تر ټولو سترې شنې خونې څخه  دکرنې وزیر لیدنه او د نباتي انساجو د تکثیر په برخه کې پر همکاریو ټینګار

۲۸ وری ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاالله عمري، د ازبکستان بخارا ښار ته دخپل سفر په ترڅ کې، د دغه ښار له یوې سترې او پرمختللې شنې خونې څخه لیدنه وکړه، چې له سل میلیونه ډالرو څخه زیاته پانګونه پکې شوې ده.
د دې لیدنې په ترڅ کې، د کرنې وزیر د شنې خونې له بېلابېلو برخو څخه لیدنه وکړه او د یادې شنې خونې له فعالیتونو او لاسته‌راوړنو څخه یې خوښي وښوده. نوموړي د مرکز له مسئولینو سره په خبرو کې، په ځانګړي ډول د نباتي انساجو د تکثیر (تیشو کلچر) لابراتوار په برخه کې، د تخنیکي همکاریو او ګډو پانګونو غوښتنه وکړه. هغه زیاته کړه چې دا برخه دا مهال په افغانستان کې د محدودو امکاناتو په شتون کې فعاله ده او اړتیا ده چې پراخه شي.
یاده شنه خونه د عصري ټکنالوژۍ پر بنسټ فعاله ده، چې پکې بېلابېل نباتات د تیشو کلچر له لارې یا د نباتي انساجو د تکثیر په میتود تولیدېږي. دا طریقه د نباتاتو د تولید یوه له نوې او پرمختللې طریقو څخه ده، چې له لارې یې روغ، بې‌نیمګړتیا او لوړ کیفیت لرونکي نباتات په لنډ وخت او پراخ حجم کې تولیدېږي.
د ازبکستان مسئولینو ډاډ ورکړ چې دوی چمتو دي له افغانستان سره په دې برخه کې همکاري وکړي، خپلې تجربې او تخنیکي ظرفیتونه له افغان لوري سره شریک کړي او د ورته لابراتوارونو د پیاوړتیا لپاره لازم ملاتړ برابر کړي.

بازدید وزیر زراعت از بزرگ‌ترین سبزخانه بخارا و تأکید بر همکاری در بخش تکثیر انساج نباتی
۲۸ حمل ۱۴۰۴ هـ.ش
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری امارت اسلامی افغانستان در جریان سفرش به شهر بخارای کشور ازبکستان، از یکی از بزرگ‌ترین سبزخانه‌های این شهر بازدید کرد که بیش از صد میلیون دالر در آن سرمایه‌گذاری صورت گرفته است.
در این بازدید، وزیر زراعت از بخش‌های مختلف این سبزخانه دیدن نموده و از فعالیت‌ها و دستاوردهای آن ابراز خرسندی کرد. او در جریان گفتگو با مسئولان این مرکز، خواستار همکاری‌های تخنیکی و سرمایه‌گذاری مشترک در داخل افغانستان شد، به‌ویژه در بخش لابراتوار تکثیر انساج نباتی (تیشو کلچر) که با امکانات محدود در افغانستان فعال است.
در این سبزخانه پیشرفته، نباتات مختلف در لابراتوارها به‌گونه تیشو کلچر یا همان تکثیر انساج نباتی پرورش می‌یابند. این روش یکی از مدرن‌ترین شیوه‌های تولید و تکثیر نباتات است که از طریق آن، گیاهان سالم، عاری از بیماری و با کیفیت بالا در مدت زمان کوتاه و در مقیاس وسیع تولید می‌گردند.
مسئولان ازبکستان در این دیدار، اطمینان دادند که آماده همکاری در این زمینه با افغانستان می‌باشند و تجارب و ظرفیت‌های موجود خود را برای تقویت لابراتوارهای مشابه در افغانستان در اختیار قرار خواهند داد.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۸:۵۹
Background image

د امارتي ادارو د ویاندویانو همغږۍ غونډه کې د کرنې وزارت د ویاند ګډون

۱۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رییس او یاند، مولوي شیر محمد حاتمي، د افغانستان اسلامي امارت د مرکزي ویاند. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۸:۳۶
Background image

لغمان کې پر یوشمېر بزګرانو د اصلاح شويو جوارو تخم او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیوایف‌پي» په مالي ملاتړ او د افغانستان د نابینایانو مؤسسې«اې‌بي‌ام» په تخنیکي همکارۍ، د لغمان ولایت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۸:۳۴
Background image

د نورستان دکرنې ریاست چارواکي د کرنې او خوړو نړۍوالې ادارې مسؤلینو سره د راتلونکو پروژو په اړه خبرې وکړې

د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» د ختیځ زون مسؤلینو د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له سرپرست، ډاکټر بختیار سعید سره وکتل او د کرنې او مالدارۍ. . .

بازگشت