ننګرهار کې د ۲۰۰زره ډوزه طاعون واکسین د تطبیق لړۍ وڅارل شوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱/۱۹ - ۹:۲۷
ننګرهار کې د ۲۰۰زره ډوزه طاعون واکسین د تطبیق لړۍ وڅارل شوه

۱۸ وری ۱۴۰۴ ه‍.ش
۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ خدمتونو او د څارویو روغتیا امریت کارکوونکو له خوا د اچین او سپین غر ولسوالیو په اړوندو سیمو کې د وړو شخوند وهونکو څارویو لپاره د طاعون واکسین د تطبیق چارو څارنه ترسره شوه.
د څارنې پر مهال نه یوازې د واکسین تطبیق ارزول شو، بلکې مالدارانو ته د واکسین ارزښت، د څارویو له ناروغیو د مخنیوي اهمیت او د مالدارۍ سکتور د پیاوړتیا په اړه تفصیلي معلومات هم ورکړل شول. همداراز، وتـرنر ډاکترانو ته د سوړ زنځیر د ساتنې، واکسین د سم تطبیق او معیارونو مراعتولو په اړه سپارښتنې وشوې.
په ننګرهار ولایت کې سږ کال شاوخوا ۲۰۰زره وړو شخوند وهونکو څارویو ته د طاعون واکسین د تطبیق بهیر روان دی، چې موخه یې د څارویو د وژونکې ناروغۍ مخنیوی او د مالدارۍ سکتور پیاوړتیا بلل کېږي.
د یادونې وړ ده چې د کرنې ریاست د عامه پوهاوي ترڅنګ د څارویو د روغتیا د خوندیتوب لپاره بېلابېل واکسینونه تطبیقوي، څو له مالدارۍ عملي ملاتړ وشي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۶:۲۴
Background image

ننګرهار کې زرګونو کوچنیو څارویو ته د چیچک واکسین کمپاین پیل شو

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار ولایت په ۱۴ ولسوالیو کې ۵۸ زره کوچنیو څارویو ته د چیچک ناروغۍ د مخنیوي واکسینونو د تطبیق کمپاین پیل شو.
دغه کمپاین د ننګرهار. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۰:۴۷
Background image

بادغیس کې د بروسلوز ناروغۍ د سروې او څارویو څخه د وینې اخیستلو پروژه پیل شوه

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د بادغیس ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري په دغه ولایت کې د بروسلوز ناروغۍ د موجودیت او خپرېدو د کچې د معلومولو په موخه د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۹:۳۶
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د بدخشان د کرنې ریاست فعالیتونه و ارزول

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، بدخشان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې. . .

بازگشت