د غزني ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ نوی رئیس معرفي شو

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۶ - ۱۳:۰
د غزني ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ نوی رئیس معرفي شو

مولوي محمد اسماعیل شکیب د غزني ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ د نوي رئیس په توګه وټاکل شو او په رسمي ډول کارکوونکو ته وروپېژندل شو.
د معرفي مراسم د غزني ولایت د کرنې ریاست په ودانۍ کې ترسره شول، چې پکې د غزني ولایت مرستیال والي حافظ راشد عمري، د مالدارۍ او حیواني روغتیا عمومي رئیس مفتي ذاکرالله ذاکر، د کرنې وزارت د تخنیکي او مسلکي مرستیالۍ تخنیکي سلاکار مولوي طالب جان ذکي، د نباتاتو ساتنې او کرنتین رئیس مولوي ادریس او ځينو محلي مسوولینو او کارکوونکو ګډون کړی و.  
مولوي محمد اسماعیل شکیب، چې تر دې وړاندې د کرنې وزارت د غله‌جاتو د رئیس په توګه دنده ترسره کوله، د ملا ګلاب‌الدین ذبیح ځایناستی شوی، چې اوس د غور ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ د رئیس په توګه ګمارل شوی دی.  
دا اداري بدلونونه د کرنیزو خدماتو د ښه‌والي او د پراختیایي برنامو د پیاوړتیا په موخه تر سره شوي دي.


معرفی رئیس جدید زراعت، آبیاری و مالداری ولایت غزنی
مولوی محمد اسماعیل شکیب به عنوان رئیس جدید زراعت، آبیاری و مالداری ولایت غزنی تعیین و طی مراسمی رسمی به کارمندان این اداره معرفی شد.
مراسم معرفی وی در ساختمان ریاست زراعت این ولایت با حضور حافظ راشد عمری معاون والی غزنی، مفتی ذاکرالله ذاکر رئیس عمومی مالداری و صحت حیوانی، مولوی طالب جان ذکی مشاور تخنیکی معینیت تخنیکی و مسلکی وزارت زراعت، مولوی ادریس رئیس حفاظه نباتات و قرنطین  و شماری از مسئولان و کارمندان ادارات محلی برگزار شد.
مولوی محمد اسماعیل شکیب که پیش از این به حیث رییس غله جات وزارت زراعت ایفای وظیفه می نمود جایگزین ملا گلاب الدین ذبیح  رئیس پیشین ریاست زراعت ولایت غزنی شده که اکنون موصوف  به عنوان رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ولایت غور تعیین گردیده است.
هدف از این تغییرات اداری، بهبود روند ارائه خدمات زراعتی و تقویت برنامه‌های توسعه‌ای عنوان شده است.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۴ - ۱۷:۴
Background image

کرنې وزارت کې د بیرغ د پورته کولو مراسم ترسره شول

۲۴ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
 د کابل د فتحې د پنځمې کلیزې په مناسبت، د افغانستان اسلامي امارت د بیرغ د پورته کولو مراسم د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د رهبرۍ په حضور کې د دغه وزارت په انګړ کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۴:۳۱
Background image

ننګرهار کې ۴۰۰ زره غټو څارویو ته د پوستکي د دانو ناروغۍ واکسین پلې کېږي


٢٢ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٩ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
ننګرهار ولایت کې د مالدارۍ سکتور د پیاوړتیا او د غټو څارویو د پوستکي د دانو ناروغۍ د مخنیوي په موخه ۴۰۰ زره دوزه واکسین د غواګانو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۱:۳۶
Background image

کونړ  کې ۶۵ بزګرانو ته د جوارو، لوبیا او شولو ننداریزو کروندو لپاره د کرنیزو توکو وېش

٢۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیايي بودیجې په چوکاټ کې، د کونړ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو خدماتو. . .

بازگشت