د میدان وردګو په جلګې ولسوالۍ کې کارګرانو ته نغدې پیسې ووېشل شوې  

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳ - ۱۴:۹
د میدان وردګو په جلګې ولسوالۍ کې کارګرانو ته نغدې پیسې ووېشل شوې  

۳ وری ۱۴۰۴ ه‍.ش
۳۲ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۶ه‍.ق
په جلګې ولسوالۍ کې د کرنیزو پروژو کارګرانو ته د اف اې او  په مالي ملاتړ نغدې پیسې ورکړل شوې، چې هر کارګر ته د ۱۰۰ ډالرو معادل ۷زره او ۳۴ افغانۍ ووېشل شوې.
د میدان وردګ ولایت دایمیرداد (جلګې) ولسوالۍ په بېلابېلو حوزو، لکه تنګي، سیدانو، چنګې، احمدخیلو او ګرم آب کې، هغو کارګرانو ته نغدې پیسې ووېشل شوې، چې څه موده وړاندې یې د ترانچونو او چک ډیمونو په جوړولو کې کار کړی و. دغه مرستې د کرنیزو خدمتونو او سټارز مؤسسې په همکارۍ، د کرنې او خوراک نړیوال سازمان اف اې او په مالي ملاتړ ترسره شوې.  
د دایمیرداد ولسوالۍ اوسېدونکو د کرنیزو خدمتونو او سټارز مؤسسې له همکارۍ مننه وکړه او د ورته پروژو د دوام غوښتنه یې وکړه، ترڅو هم خلکو ته د کار زمینه برابره شي او هم د اوبو مدیریت وشي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۴ - ۱۷:۴
Background image

کرنې وزارت کې د بیرغ د پورته کولو مراسم ترسره شول

۲۴ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
 د کابل د فتحې د پنځمې کلیزې په مناسبت، د افغانستان اسلامي امارت د بیرغ د پورته کولو مراسم د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د رهبرۍ په حضور کې د دغه وزارت په انګړ کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۴:۳۱
Background image

ننګرهار کې ۴۰۰ زره غټو څارویو ته د پوستکي د دانو ناروغۍ واکسین پلې کېږي


٢٢ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٩ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
ننګرهار ولایت کې د مالدارۍ سکتور د پیاوړتیا او د غټو څارویو د پوستکي د دانو ناروغۍ د مخنیوي په موخه ۴۰۰ زره دوزه واکسین د غواګانو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۱:۳۶
Background image

کونړ  کې ۶۵ بزګرانو ته د جوارو، لوبیا او شولو ننداریزو کروندو لپاره د کرنیزو توکو وېش

٢۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیايي بودیجې په چوکاټ کې، د کونړ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو خدماتو. . .

بازگشت